د کرنې وزارت  مالي او اداري مرستیال د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د کورني امنیت آمر سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۲:۳۶
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با آمر امنیت داخلی قومندانی امنیه جوزجان

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري د خپل کار په دفتر کې د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د کورني امنیت له آمر قاري انصارالله او د یاد ولایت د فیض آباد ولسوالی امنیه قومندان مولوي مبارز سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنیزو تاسیساتو او پروژو د امنیت د تأمین، او همدارنګه د امنیتي بنسټونو او د کرنې وزارت ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې وکړې او د کرنیزو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د خوندي چاپېریال پر رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
د جوزجان امنیه قومندانۍ له دې وړاندې هم د خدماتي پروګرامونو او پروژو د امنیت په تأمین کې له امارتي ادارو سره همکاري کړې ده، او دغه همغږي په یاد ولایت کې د کرنیزو فعالیتونو د دوام لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت