د کرنې د ودې ملي ستراتیژۍ د چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۱
د کرنې د ودې ملي ستراتیژۍ د چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، اوبولګولو او ځمکو د پراختیا لپاره د ملي ستراتیژۍ د چمتو کولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ د رییسانو، سلاکارانو او کارکوونکو په حضور کې دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې د ملي ستراتیژۍ د پلان د ترتیب په پار له مرکزي او ولایتي ادارو څخه د راټولو شویو معلوماتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې دغه راز د غونډې برخه والو د هېواد د کرنې په ملي ستراتیژۍ کې د شاملولو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه هم شریک کړل. د کرنې وزارت تر چتر لاندې سکتورونو د ملي ستراتیژۍ پلان له بشپړیدو وروسته به یاد شوی پلان د تصویب لپاره د افغانستان اسلامي امارت رهبري ته وړاندې شي.

جلسه تهیه استراتیژی ملی انکشاف زراعت دایر شد
۱۳ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه تهیه استراتیژی ملی انکشاف زراعت، مالداری، باغداری، آبیاری و اراضی تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حضور روساء، مشاوران و کارمندان پلان و پالیسی این وزارت دایر شد.
در این جلسه پیرامون معلومات جمع‌آوری شده از ادارات مرکزی و ولایتی  جهت ترتیب طرح استراتیژی ملی زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنان حاضران جلسه نظریات و پیشنهادات خویش را به منظور گنجانیدن در طرح استراتیژی ملی زراعت کشور شریک ساختند. پس از این که طرح استراتیژی ملی سکتور های تحت اثر وزارت زراعت نهایی شد طرح متذکره  به رهبری امارت اسلامی افغانستان  غرض منظوری پیشکش می‌شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت