د کرنې د ودې د ملي کنفرانس دویمه ورځ: د اسټراټژي بشپړولو په پار ګروپي کارونه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۳:۱۴
 د کرنې د ودې د ملي کنفرانس دویمه ورځ: د اسټراټژي بشپړولو په پار ګروپي کارونه


۴ لیندۍ ۱۳۹۸
د کرنې د ودې د ملي کنفرانس دویمه ورځ د بزګرانو، د کرنې د برخې کارپوهانو او د پوهنتون د استادانو خبرې اترې او سلا مشورې ته ځانګړی شوې، چې په بېلابېلو ګروپونو کې پر تولیدي عواملو، بسته بندی، بازارته د توکو رسولو څرنګوالي، او پر شته فرصتونه او ننګونې خبرې اترې او سلا مشورې وشي.
ددې ملي کنفرانس د دویمې ورځې په پیل کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ګډونوالو ته وویل: «هیله ده، چې په لسو ګروپونوکې سره تنظیم شئ او پر تولیدي عواملو، د تولید زیاتوالی د بېلګې په توګه غلې دانې، مېوې، لبنیات، سابه او دغه راز د ځنګلونو ساتنه، د ستونزو هوارول، له شته فرصتونو څخه ګټه پوته کول او په کلیو ا بانډو کې پر کرنه خبرې اترې وکړئ.»
ښاغلی غفوري دغه راز له ګډونوالو وغوښت چې د خصوصي سکټور او حکومتي ادارو پر مسولیتونو خبرې وکړي او د هر ټیم په استازي توب یو کس دې د خپل ټول ټیم نظرونه او وړاندیزونه ګډونوالو ته وړاندې کړي ترڅو د دغو نظرونو په اډانه کې د کرنې سکټور فعالیتونه حرکت او دکرنې اسټراټژي جوړه شي.
«په سیمو کې پر کموالي، ارزښت لوړول، د توکو ټولول، بسته بندی او پاک کاري، پروسس، مارکېټ ته رسول، درجه بندی، صادرات او بازار موندنه خبرې وکړئ، په هر یوه کاري ټیم کې د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه د کرنیزو چارو کارپوهان له تاسو سره دي او دوی په دې برخه کې له تاسو سره مرسته کوي.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو مرستیال وویل، چې د نظرونو او وړاندیزونو له ټولولو وروسته یو بشپړ پایلې ته رسیږو تر څو دا ځنځیر بشپړ شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت