د کرنې او مالدارۍ مرستیال په پکتیکا کې له کرنیزو او پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په پکتیکا کې له کرنیزو او پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه 

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له یو شمېر مهمو کرنیزو او پراختیایي پروژو څخه لیدنه وکړه.
مولوي عثماني په لومړي سر کې د متاخان ولسوالی د شېدو راټولولو یوه مرکز څخه کتنه وکړه او د دغه مرکز د فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې د لبنیاتو د محصولاتو د کیفیت د لوړولو او په نورو ولسوالیو کې د ورته مرکزونو د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ښاغلی عثماني همدارنګه د ارګون په ولسوالی کې د اوبو له یوه سربند څخه چې د جوړېدو په حال کې ده، لیدنه وکړه او د پروژې د کار د پرمختګ وضعیت یې وڅېړه. نوموړي وویل، د دې ډول پروژو تطبیق د اوبو د مدیریت او کرنیز پرمختګ په برخه کې خورا مهم رول لري.
په دوام کې، مولوي صدراعظم عثماني د پکتیکا ولایت د «واټرشېډ» یا د اوبیزو حوزو د مدیریت له پروژو هم لیدنه وکړه او د طبیعي سرچینو د ساتنې او د سطحي اوبو د اغېزمن استعمال پر اهمیت یې ټینګار وکړ.


بازدید معین زراعت و مالداری از پروژه‌های زراعتی و انکشافی در ولایت پکتیکا
۲۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفرش به ولایت پکتیکا از چندین پروژه مهم زراعتی و انکشافی در این ولایت بازدید به‌عمل آورد.
آقای عثمانی در نخست از یک مرکز جمع‌آوری شیر در ولسوالی متاخان بازدید کرد و ضمن بررسی فعالیت‌های آن، بر بهبود کیفیت محصولات لبنی و افزایش ظرفیت مراکز مشابه در دیگر ولسوالی‌ها تأکید نمود.
وی همچنان از یک سربند آب که در حال ساخت است در ولسوالی ارگون دیدن کرده و روند پیشرفت کار این پروژه را مورد ارزیابی قرار داد. معین زراعت و مالداری گفت که تطبیق چنین پروژه‌ها در مدیریت آب و توسعه زراعتی نقش مهمی دارد.
در ادامه، مولوی صدراعظم عثمانی از پروژه‌های واترشید (مدیریت حوزه‌های آبریز) در ولایت پکتیکا نیز دیدن نموده و بر اهمیت حفظ منابع طبیعی و استفاده مؤثر از آب‌های سطحی تأکید کرد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت