د کرنې او مالدارۍ مرستیال په مشرۍ د کیمیاوي سرې تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۵
جلسه کمیته تخنیکی کود تحت سرپرستی معین زراعت و مالداری برگزار شد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کوډ تخنیکي کمېټې غونډه د کرنې وزارت رئیسانو او تخنیکي کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د کورني کوډ تولید او د بهر نه یې د وارداتو اړوند موضوعات وڅېړل شول.
مولوي صدر اعظم عثماني په دې غونډه کې وویل: په دې ناسته کې مشوره کوو ترڅو باکیفیته، معیاري او د امارت اصولو سره سم کوډ تولید کړو او د بزګرانو لپاره یې چمتو کړو، چې هغوی وکولی شي غوره حاصلات ترلاسه کړي. ستاسو متخصصینو نظریات اړین دي، ترڅو د کوډ تولیدوونکو شرکتونو ته وښایئ چې د اصولو مطابق عمل وکړي. همدارنګه باید یو هراړخیز پلان جوړ شي او د امارت مشرتابه ته وړاندې شي، ترڅو دغه کار په قانوني چوکاټ کې ترسره شي او د هر ډول سرغړونې مخه ونیول شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خبرو وروسته، د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او د کورني کوډ تولیدوونکو شرکتونو څخه غوښتنه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې خپل پلانونه او فعالیتونه وړاندې کړي.

جلسه کمیته تخنیکی کود تحت سرپرستی معین زراعت و مالداری برگزار شد
جلسه کمیته تخنیکی کود تحت ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور رؤسا و کارمندان تخنیکی وزارت زراعت دایر گردید. 
در این جلسه، موضوعات مربوط به تهیه کود در داخل و واردات آن از بیرون مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی در این جلسه گفت: "در این مجلس مشوره می‌کنیم تا کود باکیفیت، معیاری و مطابق به اصول امارت تهیه و به دسترس دهقانان قرار گیرد تا آنان بتوانند حاصل بهتری بدست آورند. نظریات شما متخصصان ضروری است تا به شرکت‌های تولید کود تفهیم کنید تا مطابق اصول عمل کنند. همچنان باید پلان جامع تهیه و به رهبری امارت پیشکش گردد تا این کار در چارچوب قانون صورت گیرد و از هرگونه تخلف جلوگیری شود."
پس از سخنان معین زراعت و مالداری، حاضران جلسه نظریات خود را شریک ساختند و از شرکت‌های تولید کود داخلی خواسته شد که در جلسات آینده پلان‌ها و فعالیت‌های خود را ارائه دهند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت