د کرنې او مالدارۍ مرستیال له روسي پانګهوالو سره وکتل
۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د روسیې د «TEXHOTEKC» شرکت له اجرائیوي رییس آدامیان سورن راچیکوویچ او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د کرنې او کیمیاوي سرو د تولید په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په هېواد کې د پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چمتو دی، هغو بنسټونو، مؤسسو، شرکتونو او هېوادونو ته چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، لازمې اسانتیاوې او زمینه برابره کړي.
په ورته مهال، د روسي شرکت اجرائیوي رییس آدامیان سورن راچیکوویچ په افغانستان کې د کرنې او کیمیاوي سرو د تولید په برخو کې د دغه شرکت لېوالتیا څرګنده کړه او ویې ویل، چې په لومړي پړاو کې به له روسیې څخه افغانستان ته کیمیاوي سره واردې شي او په بل پړاو کې به په هېواد کې د کیمیاوي سرو د تولید فابریکه جوړه شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه د کرنې سکټور د پراختیا او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه تل هڅه کوي، چې د پانګهوالو د هڅونې او د مناسبو فرصتونو د برابرولو له لارې، د کرنې په بېلابېلو برخو کې د ملي او نړیوالو سوداګرو او مؤسسو د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.
