د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوې ایټالیايي مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۹:۳۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یوې ایټالیايي مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ایټالیايي  مؤسسې «نه آنلوس» عمومي رییس سوسانا سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه، د کرنې، مالدارۍ او سبو په برخو کې د دغه مؤسسې پر فعالیتونو خبرې وشوې.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دې ادارې مسوولینو ته وویل: "روڼتیا او موثریت د کرنې وزارت دوه اساسي لومړیتوبونه دي، چې پر بنسټ یې مؤسسو ته د فعالیت اجازه ورکول کېږي. له تاسو څخه غوښتنه کوم چې دا دوه مسایل په خپل کار کې په پام کې ونیسئ ترڅو د کروندګر کورنۍ ته لا ډیرې مرستې ووشي."
په پای کې د یادې مؤسسې غړو په ولایتونو کې د فعالیت د اجازې غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال له خوا تایید شو.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با مسوولان موسسه ایتالیایی
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با سوسانا رئیس عمومی موسسه ایتالیایی «نه آنلوس» دیدار نمود.
این دیدار که در وزارت زراعت انجام شد در آن در مورد فعالیت این موسسه در بخش‌های زراعت، مالداری و سبزیجات صحبت گردید.
 مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به مسوولان این موسسه گفت:" شفافیت و موثریت دو اولویت عمده وزارت زراعت می‌باشد که موسسات بر اساس آن اجازه  فعالیت می‌یابند؛ از شما هم می‌خواهیم که این دو موضوع را در کارهای تان در نظر بگیرید تا به خانواده دهقان کمک بیشتر صورت گیرد".
در اخیر اعضای این موسسه خواستار اجازه فعالیت در ولایات شدند که از طرف معین زراعت و مالداری وزارت زراعت تائید گردید.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په کابل کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړۍوال نندارتون له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، خان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د تخار د کرنې ریاست د فعالیتونو ارزونه

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰. . .

بازگشت