د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې او مالدارۍ دتولیداتو خونې له چارواکو سره وکتل
![د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې او مالدارۍ دتولیداتو خونې له چارواکو سره وکتل](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240706-wa0014.jpg)
۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په خونه کې د یو شمېر سوداګرو په حضور کې د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې له چاراکو سره په کتنه کې د سوداګرو د ستونزو او خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د پاکستان له خوا د کرنیزو محصولاتو د را ټولولو په موسم کې د بانکي تعرفو د لوړوالي، د ګمرکي ستونزو او ورته د حل لارو پر پیدا کولو او دغه رز د کرنیزو محصولاتو د ټرانسپورټي ستونزو په اړه خبرې وشوې.
د هېواد په شمال کې د کرنيزو محصولاتو په ځانګړي ډول د هندواڼو او خټکيو د حاصلاتو په موسم کې د سالنګونو د لېږد رالېږد ستونزې، د تعرفو او مالياتو د لوړوالي، د سبو او مېوو فومېګېشن او د ترانسپورت د بيې او د هټيو د کرايې لوړوالي په اړه د سوداګرو شکايتونه نور هغه موضوعات ؤ، چې په دې ناسته کې پرې خبرې وشوې.
د دې کتنې په پیل کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولويصدراعظم عثماني وویل: «موږ په همغږۍ او همکارۍ کولای شو چې د سوداګرو او خصوصي سکتور ستونزې حل کړو او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړو. موږ هلې ځلې کوو، چې د کرنیزو محصولاتو د حاصل ټولولو په وخت کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړو.»
د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه: «د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د کرنې وزارت له خوا تنظیم شوی پنځه کلنه طرحه نهايي شوی او په تطبیق سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.»
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن وویل: «د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه او مالدارۍ تکیه ده، د ګمرکونو، بانکي تعرفو، ترانسپورت او د کرنیزو محصولاتو د فوموګېشن ستونزې باید حل شي. اوس چې د حاصلاتو د راټولولو وخت دی، باید جدي پاملرنه ورته ووشي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو سوداګرو، تولیدونکو، واردونکو او صادرونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، چې ورسره د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او خرڅلاو لپاره زمینه برابره شي.
دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان اتاق تولیدات زراعت و مالداری
۱۶ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با مسوولان اتاق تولیدات زراعت و مالداری در حضور شماری از تاجران در اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان دیدار و پیرامون مشکلات تاجران و ایجاد تسهیلات برای سکتور خصوصی گفتگو کرد.
در این دیدار روی موضوعاتی چون افزایش تعرفه بانکی در فصل برداشت محصولات زراعتی از سوی کشور پاکستان، مشکلات گمرکات و ایجاد راه حل برای آنها و مشکلات ترانسپورتی محصولات زراعتی بحث شد.
شکایت تاجران از افزایش تعرفه، مالیات، قیمت بودن ترانسپورت و کرایه دوکانها، مشکلات ترانسپورت سالنگها در فصل برداشت محصولات زراعتی شمال کشور بهخصوص تربوز و خربوزه و فومیگیشن میوهجات و سبزیجات موضوعات دیگر بحث این دیدار بود.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در آغاز این دیدار گفت:« در هماهنگی و همکاری یکدیگر میتوانیم مشکلات تاجران و سکتور خصوصی را حل نمود و تسهیلات لازم را فراهم کرد، ما در تلاش پیدا نمودن راه حل و بازار برای محصولات زراعتی در فصل برداشت هستیم.»
معین زراعت و مالداری افزود:« طرح پنجساله که از سوی وزارت زراعت در بخش رشد و توسعه زراعت و مالداری از سوی وزارت زراعت تهیه و ترتیب شده است نهایی شده که با تطبیق آن مشکلات زیادی حل خواهد شد.»
در همین حال خان محمد فروتن رییس اتاق تولیدات زراعت و مالداری گفت:« اقتصاد افغانستان را زراعت و مالداری تشکیل میدهد، مشکلات گمرکات، تعرفه بانکی، ترانسپورت و فومیگیش محصولات زراعتی باید حل شود، حالا وقت برداشت محصولات است باید توجه جدی صورت گیرد.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد تا با ایجاد تسهیلات برای تاجران، تولید کنندهگان، واردکنندهگان و صادر کنندهگان محصولات زراعتی و مالداری؛ زمینه صادرات و فروش محصولات زراعتی را مهیا بسازد.