د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل ولایت له فارم لرونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۱۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل ولایت له فارم لرونکو سره وکتل

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د څارویو له یو شمېر فارم لرونکو سره وکتل.
دغو فارم لرونکو د برېښنا او مناسب ځای د نشتوالي په برخه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او د کرنې او مالدارۍ له مرستیال څخه یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د دغو فارم لرونکو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: "امارت په ټول توان سره د څارویو د فارم لرونکو ملاتړ کوي، ځکه مالداران د خلکو لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار کوي. ستاسو ملاتړ زموږ مسؤلیت دی چې موږ یې په پام کې نیسو."

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با فارم داران ولایت کابل
۱ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با تعدادی از فارم‌داران حیوانات مختلف النوع دیدار کرد. 
این فارم داران مشکلات خویش را در قسمت نبود برق و جای مناسب شریک نموده و از معین زراعت و مالداری خواستند در زمینه توجه نمایند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری پس از شنیدن مشکلات این فارم داران گفت:" امارت با تمام توان در حمایت از فارم داران حیوانات می‌باشد، چون مالداران برای تهیه غذا برای مردم کار می‌نمایند و نیازمندی‌های خوراکی مردم را تهیه می‌کنند، حمایت شما مسوولیت ماست، آنچه مسوولیت ماست به آن رسیدگی می‌کنیم".

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت