د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ژغورنې نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲۳ - ۱۳:۲۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ژغورنې نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل


د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له مشرې مېرمن سلما بن عیسی  پراهم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې چارواکوپه افغانستان کې د خپلو فعالیتونو او دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د خپلو پلانونو په تطبیق کې د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د يادې کمېټې چارواکو په افغانستان کې د ژغورنې د نړيوالې کمېټې د اوږدمهاله ستراتيژۍ او له کروندګرو او مالدارانو سره د مرستو د برابرولو په برخه کې د هغوى د روانو پلانونو يادونه وکړه او د کرنې له وزارت څخه يې وغوښتل چې د دوی د پروژو پلي کولو په پار دې په دې برخه کې مشخص نظرونه او پلانونه وړاندې کړي. 
په ورته وخت کې مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د کرنې وزارت د دندو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له چارواکو یې وغوښتل، چې د کرنې وزارت سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړي او د يادې ادارې د ستراتيژۍ د جوړولو او د دغو پروګرامونو د طرحې په اړه دوی ته ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت متخصصين به دوی ته د کرنې وزارت طرحې وړاندې کړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان کمیته بین المللی نجات 

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در دفتر کارش با خانم سلما بن ایسا پراهام رییس کمیته بین المللی  نجات در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار مسوولان کمیته جهانی نجات در افغانستان در مورد فعالیت‌ها و کارکرد های شان در افغانستان معلومات اریه کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت در تطبیق برنامه هایشان در بخش زراعت، آبیاری و مالداری شدند.
همچنان مسوولان کمیته متذکره از ساختن استراتیژی درازمدت کمیته بین الملی نجات در افغانستان و روی دست داشتن برنامه های شان در بخش کمک رسانی برای دهقان و مالدارن یاد آوری کرده  و خواستار اراییه  نظر و طرح‌های مشخص از سوی وزارت زراعت  جهت تطبیق پروژه های شان شدند.
در  همین حال مولوی صدر اعظم عثمانی از کارکرد ها و برنامه های وزارت زراعت به منظور خدمت رسانی در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری سخن زده و از مسوولان کمیته بین المللی نجات خواست تا در پیش برد این برنامه ها با وزارت زراعت همکاری نمایند و جهت ساخت استراتیژی نهاد متذکره اطمنیان داد که متخصصین وزارت زراعت برایشان طرح های وزارت زراعت را اراییه خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت