د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین داکسینگ سیمه کې د کرنیزو څېړنو فارم څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۹:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چین داکسینگ سیمه کې د کرنیزو څېړنو فارم څخه لیدنه وکړه 

١٠ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چې د فقر د کمښت او د کرنې د ودې په اړه یوې نړۍوالې غونډې کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړی، د چین د داکسینګ سیمه کې د کرنیزو څېړنو فارم څخه لیدنه وکړه.
دغه فارم چې په ۳۵۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی، په داکسینګ سیمه کې د بېلابېلو بوټو پر ډولونو څیړنې لپاره جوړ شوی دی. په دې فارم کې ډول ډول بوټي د عصري کرنیزو لارو چارو په کارولو سره کرل شوي او د اوبو لګولو پرمختللي ټیکنالوژۍ پر بنسټ د څاڅکي سیسټم نه ګټه اخیستل کېږي.
د دې لیدنې په ترڅ کې، چې د بېلابېلو هېوادونو کرنیزو مسؤلینو هم پکې ګډون کړی و، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ معین د څیړنې په ارزښت او د کرنې په پراختیا کې یې د هغې پر رول خبرې وکړې او د بېلابېلو هېوادونو کرنیزو مسؤلینو ته یې وویل چې په کرنیزو څیړنو کې دې لا زیاته پاملرنه وکړي، ځکه څیړنې د کرنې په وده او پرمختګ کې مهم رول لري.
په دې لیدنو کې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار میرویس خوګیاڼي هم حضور درلود.


بازدید معین زراعت و مالداری از فارم تحقیقات زراعتی در ساحه داکسینگ کشور  چین
۱۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان که به منظور اشتراک در یک نشست جهانی پیرامون کاهش فقر و رشد زراعت به چین سفر کرده است، از فارم تحقیقات زراعتی در ساحه داکسینگ بازدید کرد.
این فارم که در مساحت ۳۵۰ هکتار زمین احداث شده، به‌ هدف تحقیق روی ورایتی‌های مختلف نباتات در ساحه داکسینگ ایجاد شده است. در این فارم، نباتات متنوع با استفاده از شیوه‌های نوین زراعتی پرورش یافته و از سیستم آبیاری قطره‌ای مجهز با تکنالوژی مدرن بهره‌برداری می‌شود.
در جریان این بازدید که شماری از مسئولان زراعتی کشورهای مختلف نیز حضور داشتند، معین زراعت و مالداری امارت اسلامی افغانستان پیرامون نقش تحقیق در توسعه زراعت صحبت کرده و از مسئولان زراعت کشورها خواست تا توجه بیشتری به تحقیقات در عرصه زراعت داشته باشند، زیرا تحقیقات نقش مهمی در رشد و انکشاف زراعت ایفا می‌کند.
در جریان این بازید میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری معین زراعت و مالداری را همراهی می‌کرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت