د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۸:۵۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

 ۲۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د پروګرامونو عمومي رییس کوسټوب ډیوالي او د تخمونو عمومي رییس شان مګګیر سره د کرنیزو څیړنو انسټیټیوټ د عمومي رییس او د ترویج د عمومي رییس په شتون کې وکتل.
په دې لیدنه کې، چې د کرنې او مالدارۍ د معینیت یو شمېر رئیسان او مسلکي سلاکاران هم حاضر وو، د ګډو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ټینګار وکړ، چې د دواړو ادارو پلانونه باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ عملي شي، تر څو افغانستان د اقلیم د بدلون، وچکالۍ او طبیعي آفتونو له ګواښونو خوندي پاتې شي او بزګرانو او مالدارانو ته د هغوی د اړتیاوو مطابق چوپړتیاوې وړاندې شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ستراتیژیکو نباتاتو د تخمونو د برابرولو په اړه خبرې وشوې. ګډونوالو څرګنده کړه، چې په تېرو کلونو کې تر ډېره د غنمو پر تخم کار شوی دی او له دې وروسته باید د جوارو، سویا بین، عدس، ږدن، ممپلۍ، نخود او نورو نباتاتو د تخمونو پر برابرولو هم تمرکز وشي.
په همدې موخه، پرېکړه وشوه چې د یادو برخو د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او لا زیاتې همغږۍ لپاره یوه تخنیکي کمیټه وګومارل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت