د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۱:۲۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل  

۲۸ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارد ترینچارد سره په لیدنه کې د پرمختیایي پروژو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې، مولوي صدراعظم عثماني څرګنده کړه: «د دې وخت رارسېدلی دی، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د بېړنیو پروژو ترڅنګ، لویې پرمختیایي پروژې هم پلې کړي، ځکه چې بېړنۍ پروژې موقتي دي.» هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د کښت پر وخت اصلاح شوي تخمونه باید بزګرانو ته ورکړل شي او هغو کسانو ته دې دا مرستې په پام کې ونیول شي، چې د ځمکې او کښت شرایط یې پوره کړې وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارد ترانچارد، د یادې ادارې اصلي موخه د افغان بزګرانو او خلکو سره مرسته وبلله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کال کې پلان لري ۴۲ سلنه پرمختیایي پروژې په افغانستان کې پلې کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یو تخصصي اداره ده، چې د لوږې پر وړاندې د نړۍوالې هڅې مشري کوي او موخه یې د ټولو خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب او د باکیفیته خوړو برابرول دي، څو ټول خلک سالم او فعال ژوند ولري.

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل‌متحد
۲۸ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، در دیدار با ریچارد ترینچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل‌متحد در افغانستان، بر اهمیت پروژه‌های انکشافی تأکید کرد.
در این دیدار، مولوی صدراعظم عثمانی بیان داشت که وقت آن رسیده است که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در کنار پروژه‌های اضطراری، پروژه‌های بزرگ انکشافی را نیز تطبیق کند، چرا که پروژه‌های اضطراری موقتی هستند. وی همچنین تأکید کرد که توزیع تخم اصلاح‌شده در زمان کشت باید برای دهاقین صورت گیرد و برای کسانی که زمین و شرایط کشت دارند، این کمک‌ها باید در نظر گرفته شود.
ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، هدف عمده سازمان را کمک به دهاقین و مردم افغانستان دانست و افزود که در سال آینده قصد دارند ۴۲ درصد از پروژه‌های انکشافی را در افغانستان اجرایی کنند.
سازمان خوراک و زراعت ملل متحد یک نهاد تخصصی ملل‌متحد است که تلاش‌های بین‌المللی برای مبارزه با گرسنگی را رهبری کرده و هدف آن تأمین امنیت غذایی برای تمامی افراد و دسترسی به غذای با کیفیت برای داشتن زندگی سالم و فعال است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت