د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره مشورتي ناسته وکړه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره مشورتي ناسته وکړه 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اف اې او له رییس ریچارد ترینچارد سره مشورتي ناسته وکړه.  
په دې لیدنه کې د شمالي ولایتونو لپاره د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین، د بهرنیو بنسټونو مرستو جذب، د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، کرنتیني فعالیتونه، د نیالګیو کېنولو کمپاین کې ګډون، د څارویو خوراکه برابرول، د مالدارۍ سروې او د کرنیزو محصولاتو د څېړنو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.  
همداراز، دواړو لوریو د بې‌وزلۍ کمولو او د خلکو د اقتصاد د ښه‌والي لپاره د کرنې او مالدارۍ د ودې پر ارزښت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ پر پراخولو موافقه وکړه.

برگزاری نشست مشورتی معین زراعت و مالداری با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با ریچارد ترینچارد، رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان، نشست مشورتی برگزار کرد.
در این دیدار، روی راه‌اندازی کمپاین مبارزه با ملخ‌ها در ولایات شمالی، جذب کمک‌های نهادهای خارجی، تطبیق پروژه‌های زیربنایی، فعالیت‌های قرنطینی، اشتراک در کمپاین نهال‌شانی، تهیه خوراکه حیوانی، سروی مالداری و تحقیقات محصولات زراعتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنین، دو طرف بر اهمیت کار مشترک برای کاهش فقر و بهبود اقتصاد مردم از طریق زراعت و مالداری تأکید کردند و بر گسترش همکاری و هماهنگی در این زمینه توافق نمودند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت