د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د کرنیزو تخمونو تخنيکي رییس سره وکتل
۱۸ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د کرنیزو تخمونو تخنيکي رییس شان مېګر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې په افغانستان کې دننه د کرنیزو تخمونو د تولید او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې له خوا د بېړنیو پروژو د بشپړېدو او په نورمال ډول د پروژو د بیا پیل په اړه خبرې اترې وشوې.
دیدار معین زراعت و مالداری با رییس تخنیکی تخمهای بذری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
۱۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شان میگر رییس تخنیکی تخمهای بذری سازمان خواک و زراعت ملل متحد.
در این دیدار پیرامون تولید تخمهای بذری در داخل افغانستان و خاتمه دهی پروژهای اضطراری و آغاز پروژها به گونه عادی از سوی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد صحبت شد.