د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سرپل ولایت دکرنې ریاست له چارواکو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۸:۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سرپل ولایت دکرنې ریاست له چارواکو سره وکتل


۲۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې ریاست چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او ړاندیزونه واورېدل.
مولوی صدراعظم عثماني د سرپل ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور پر اهمیت او د سرپل ولایت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د هوارولو په پار د کرنې وزارت پر هلو ځلو خبرې وکړې او د سرپل ولایت دکرنې ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې په ډېر جدیت او له یوبل سره په پوره همغږۍ هلې ځلې وکړي، چې د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د سرپل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالقادر وحدت د سرپل ولایت دکرنې ریاست ستونزې، وړاندیزونه او د فعالیتونو راپوردکرنې او مالدارۍ مرستیال ته وړاندې کړل او د سرپل ولایت کرنې سکټور ته د کرنې وزارت د لا پاملرنې غوښتوکی شو.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او  دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان زراعت ولایت سرپل
۲۱ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت سرپل با مسوولان و کارمندان ریاست زراعت ولایت سرپل دیدار کرده و مشکلات شان را استماع نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی  در مورد اهمیت سکتور زراعت و مالداری ولایت سرپل سخن زده و از تلاش‌‌های وزارت زراعت جهت حل مشکلات دهقانان و مالداران ولایت سرپل یاد کرده و از مسوولان زراعت ولایت سرپل خواست تا با جدیت بیشتر کار نمایند و در هماهنگی با یک دیگر کوشش نمایند تا سکتور زراعت و مالداری ولایت سرپل را رشد دهند.
 در همین حال قاری عبدالقادر وحدت رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سرپل پیشنهادات، مشکلات و گزارش فعالیت‌‌ها ریاست زراعت سرپل را به معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان بیان کرده و خواستار توجه رهبری وزارت زراعت آن شد.
در جریان این دیدار مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجنیرعبدالغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF  و مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری حضور داشتند .

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت