د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سرپل والي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۹:۱۹
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سرپل والي سره وکتل

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته سفر وکړ او د سرپل ولایت والي مولوی محمد یعقوب ماما مشهور په عبدالرحمن اکه سره وکتل.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د سرپل والي سره په کتنه کې د سرپل ولایت په بېلابېلو سکټورونو کې دکرنې وزارت پر فعالیتونو خبرې وکړې او د سرپل والي ته د پستې دهغه دوه زره او ۵۰۰ جریبه ځمکو په هلکه معلومات وړاندې کړل، چې پرې شخړه ده او ددې شخړې د هوارۍ په برخه کې د سرپل د سیمه ییزو چارواکو د همکارۍ غوښتونکي شو.
په همدې حال کې د سرپل والي دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال او له ده سره مل پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرپل په ولایت کې دکرنې وزارت کړنې وستایل او دکرنې وزارت چارواکو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او  دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.

دیدار معین زراعت و مالداری با والی ولایت سرپل 
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به ادامه سفر به ولایت‌های شمال کشور به ولایت سرپل سفر کرده و با مولوی محمد یعقوب ماما مشهور به عبد الرحمن اکه والی ولایت سرپل دیدار کرد.
معین زراعت و مالداری در جریان دیدار با والی سرپل در مورد فعالیت‌های وزارت زراعت در سکتورهای مختلف ولایت سرپل سخن زده و راجع به جنگل پست مورد منازع  به مساحت  دو هزار ۵۰۰ جریب زمین  در ولسوالی درزاب ولایت سرپل  به والی سرپل معلومات اراییه کرده و خواستار همکاری مسوولان محلی سرپل  در حل منازع آن شد.
در همین حال والی ولایت سرپل ضمن خوش آمدید به معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و هیئت همراه شان از فعالیتهای وزارت زراعت در ولایت سرپل به نیکویی یاد کرده و اطمینان هر نوع همکاری را با مسوولان وزارت زراعت سپرد.
در جریان این دیدار مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، انجنیرعبدالغفورغفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا  ADF و مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت