د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "روپاني" بنسټ له رییس سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۵:۴۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د "روپاني" بنسټ له رییس سره وکتل

۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د "روپاني" بنسټ له مشر محبتعلي او د دغه بنسټ له یو شمېر مسوولینو سره وکتل او دکرنې په سکټور کې د پروژو د اغېزمن پلي کولو په موخه پر همغږۍ خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «د کرنې وزارت به له تاسو سره په همغږۍ کار وکړي، هغه څه چې ډېر مهم دي د پروژو په تطبیق کې اغېزمنتوب، مثمریت او شفافیت دی. په تېرو څلویښتو کلونو کې افغانستان ډېر ویجاړ شوی دی، په همدې موخه ډېر کار او بیارغونې ته اړتیا لري.»
په همدې حال کې د روپاني بنسټ مشر محبت علي د ياد بنسټ د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: «د روپاني بنسټ له ٢٠١٣ کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري، چې په لومړي ځل يې د بدخشان ولايت په واخان او اشکاشم ولسواليو کې د مثمرو بڼونو د ترويج په برخه کې فعالیت درلود اوس مهال نه يوازې په بدخشان کې، بلکې د کابل ولايت په سروبي او لوګر ولايت کې هم فعالیت لري.»
محبت علي زیاته کړه: «تر ۲۰۲۳ کال پورې مو په واخان او اشکاشم ولسوالیو کې نږدې شل میلیونه نیالګي کېنول او شاوخوا څلور زره جریبه مېوه لرونکي بڼونه مو جوړ کړي دي، چې په هغو کې د مڼو، زردالو او بادامو نیالګي کېنول شوي دي.»
د روپاني بنسټ د کرنې، مالدارۍ او روزنې په برخه کې فعالیت لري، چې په ۲۰۱۳ ام کال کې د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه خپل فعالیت پیل کړی دی.

معین زراعت و مالداری با رییس بنیاد "روپانی" دیدار کرد
۲۸ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با محبت علی رییس بنیاد "روپانی" و شماری از مسوولین این بنیاد دیدار و پیرامون هماهنگی جهت تطبیق موثر پروژها در سکتور زراعت گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« وزارت زراعت همگام با شما خواهد بود، آنچه بسیار مهم است موثریت، مثمریت و شفافیت در تطبیق پروژه‌ها است، افغانستان در چهل سال اخیر خیلی تخریب شده است نیاز بیشتر برای کار و بازسازی دارد.»
در همین حال  محبت علی رییس بنیاد روپانی در مورد فعالیت‌های بنیاد متذکره صحبت کرده علاوه کرد" بنیاد روپانی از سال ۲۰۱۳ به این‎سو در افغانستان فعالیت دارد، که ابتدا در ولسوالی واخان و اشکاشم ولایت بدخشان در بخش ترویج باغ‌های مثمر فعالیت داشته است در حال حاضر نه تنها بدخشان بلکه ولسوالی سروبی ولایت کابل و ولایت لوگر نیز فعالیت دارد".
محبت علی افزود:« تا سال ۲۰۲۳ نزدیک به ۲۰ میلیون اصله نهال را در ولسوالی واخان و اشکاشم غرس نموده که نزدیک به چهارهزار جریب باغ‌های مثمر را ایجاد نموده ایم که در آن‌ها نهال سیب، زردآلو و آلوبالو غرس شده است.»
بنیاد روپانی در بخش زراعت، مالداری و آموزش فعالیت داشته است، که از سال 2013 فعالیت خویش را از ولسوالی واخان ولایت بدخشان آغاز نموده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت