د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خزاني نندارتون دائرولو چمتووالي څخه څارنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خزاني نندارتون دائرولو چمتووالي څخه څارنه وکړه

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نهه ویشتم خزاني نندارتون د جوړېدو له چمتوالي څخه څارنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال ددې څارنې په ترڅ کې چارواکو ته د کرنیز نندارتون د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د کرنیزو محصولاتو د نهه ویشتم خزاني نندارتون د لا ښه ترسره کولو لپاره چې د روان کال د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي. 
د نندارتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، د نندارتون د شاوخوا سيمو د پاکولو، د بلبورډونو او لوحو نصبولو او د کنفرانسونو د تالار د چمتو کولو او د نندارتون د نورو برخو چارې بشپړې شوي دي او پاتې چارې به يې هم په راتلونکو دوو ورځو کې بشپړې شي.

معین زراعت و مالداری از جریان آماده گی‌ها برای برگزاری نمایشگاه خزانی نظارت کرد
۲۴ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار آماده گی‌ها برای برگزاری بیست‌نهمین  نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی در بادام باغ کابل نظارت کرد.
معین زراعت و مالداری در این جریان این نظارت به مسولین موظف  هدایات لازم را جهت انجام هر چی بهتر امور نمایشگاه زراعتی سپرده و از آنها خواست که تمام تلاش خود را جهت برگزاری بهتر بیست‌و‌نهمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی که قرار است از تاریخ 26 الی 29 میزان سال روان برای مدت چهار یوم در بادام باغ کابل برگزار شود انجام دهند.
 بر اساس گفته‌های مسوولان برگزاری نمایشگاه در حال حاضر کار پاک کاری ساحات اطراف نمایشگاه، نصب بلبورد ها، نصب لوحه‌ غرفه‌ها و آماده سازی تالار کنفرانس‌ها و سایر بخش‌های نمایشگاه انجام شده است و بقیه امور در طی دو روز دیگر تکمیل خواهد شد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت