د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بامیان ۲۴ شرکت له رییس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۳۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بامیان ۲۴ شرکت له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د بامیان ۲۴ شرکت له مشر محمد عمر ابراهیم خېل سره چې په جرمني کې موقعیت لري، وکتل او د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په سکتور کې د پانګونې او کار په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د بامیانو ۲۴ شرکت رییس د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې د دغه شرکت د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې یاد شرکت د کروندګرو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون په موخه پانګونې او کار ته چمتو دي.
په ورته وخت کې مولوي صدر اعظم عثمانی په خپلو خبرو کې د پانګوالو او سوداګرو د ملاتړ او د هغوی د کار لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې  د امارت د رهبرۍ د ژمنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:
"هېواد د مور په شان دی، لکه څنګه چې مور پر خپلو اولادونو حق لري، هېواد هم پر خپلو اتباعو حق لري، د نړۍ په هر ګوټ کې چې ژوند او کار کوي، وطن ته باید پاملرنه او ابادۍ او پرمختګ لپاره یې باید هلې ځلې وکړي.زموږ هېواد په تېرو ٥٠ کلونو کې د ډېرو ستونزو شاهد دی، اوس کار ته اړتيا ده، تاسو چې د کار لېوالتيا لرئ، موږ چمتو يو چې ستاسو لپاره هر ډول زمينه برابره کړو، د افغانستان سيمو ته لاړ شئ او وګورئ چې چېرته او په کوم ځای کې تاسو کولی شئ کار وکړئ، موږ به یې اسانتیاوې برابرې کړو."

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس شرکت بامیان۲۴ 
مولوی صدراعظم ‌عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با محمد عمر ابراهیم‌خیل رئیس شرک بامیان ۲۴  که در کشور آلمان موقعیت دارد دیدار و روی سرمایه‌گذاری و کار در بخش زراعت، مالداری و باغداری صحبت نمودند.
رئیس شرکت بامیان ۲۴ از علاقه‌مندی این شرکت در بخش‌های مختلف سکتور زراعت، مالداری و باغداری صحبت نموده و اظهار داشت که آماده هستند برای آوردن تغییر مثبت در دسترخوان دهقان و مالداری این ملک سرمایه‌گذاری و کار نمایند.
در همین حال مولوی صدراعظم‌عثمانی صحبت نموده و از تعهد رهبری امارت در راستای حمایت از سرمایه‌گذاران و تجاران و بسترسازی برای کار و بار ایشان سخن گفته افزود:" وطن حیثیت مادر دارد، همان گونه که مادر بالای اولادش حق دارد، وطن نیز بالای اتباعش حق دارد در هر گوشه جهان که زندگی و فعالیت می‌کند به وطن نیز توجه نموده و برای آبادی و پیشرفت آن کار نمایند، ملک ما مشکلات زیادی را در ۵۰ سال اخیر شاهد بوده، ضرورت است که حالا کار شود، شما که علاقه‌مند کار می‌باشید، آماده هستیم هر نوع فرصت را برای تان مساعد کنیم، به مناطق افغانستان رفته ببینید که در کجا و در کدام بخش می‌توانید کار کنید، سهولت‌هایش ما را فراهم می‌کنیم".

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۴۳
Background image

بغلان ولایت کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات راتولولو آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۹
Background image

د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالی کې د اوبو د سپما پروژو چارې پیل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د اوبو سپما، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د اوبو د مدیریت د ښه والي په موخه د څو مهمو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو له لوري د لرګیو د ناقانونه قاچاق مخه ونیول شوه، چې غوښتل. . .

بازگشت