د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له چارواکو سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مرستیال او یو شمېر مسوولینو سره وکتل او دغې کمېټې د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
د افغانستان لپاره د ناروې کمیټه د اقلیم د ناوړه اغیزو د کمولو په برخه کې د افغانستان د کلیوالو ټولنو د پیاوړتیا او ځواکمنولو پروژه پلي کوي، چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۶ پورې پلي کېږي.
د افغانستان لپاره د ناروي کمېټه د کرنې، روغتیا، پېښو، دوامداره معیشت، ښوونې او روزنې په برخو کې فعالیت کوي، دغه کمېټه یو غیر انتفاعي او غیر سیاسي کمېټه ده.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په اوو ولایتونو کې فعالیت لري، چې ټوله بودیجه یې درې میلیونه او ۱۱۱ زره ۳۶۹ امریکايي ډالره ده.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان کمیته ناروی برای افغانستان
۶  ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با معاون و شماری از مسوولان کمیته ناروی برای افغانستان دیدار و این کمیته گزارش فعالیت‌های خویش را ارایه کرد.
کمیته ناروی برای افغانستان پروژه تقویت و توانمند سازی جوامع تحت روستایی افغانستان در بخش کاهش تاثیرات ناگوار اقلیم که زمان آن از ۲۰۲۳ الی ۲۰۲۶ می‌باشد تطبیق می‌نماید.
کمیته ناروی برای افغانستان در بخش‌های زراعت، طبی، حوادث، معیشت پایدار، تعلیم و تربیه و صحت فعالیت دارد، کمیته ناروی یک نهاد غیر انتقاعی و غیر سیاسی می‌باشد.
کمیته ناروی برای افغانستان در هفت ولایت فعالیت دارد. که بودیجه مجموعی آن سه میلیون ۱۱۱ هزارو ۳۶۹ دالر امریکایی می‌باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت