د کرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې او مالدارۍ خونې مدیره پلاوي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۰:۴۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال دکرنې او مالدارۍ خونې مدیره پلاوي سره وکتل

۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د کرنې او مالدارۍ د خونې له مشرتابه پلاوي سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا او په دې برخه کې د ګډ کار په اړه خبرې اترې وکړې. 
دغه غونډه چې د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس خان محمد فروتن، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مدیره پلاوي، د وزارت سلاکارانو محمد ولي وزیري او حشمت الله شهراني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر، مولوي ګل حضرت د معینیت سلاکار او د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجینر عتیق الله مسلم په شتون کې جوړه شوې وه، په کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ پراخولو او له یادې خونې سره د کرنې وزارت د ملاتړ زیاتولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولینو ته وویل چې د کرنې وزارت په هر حالت کې د خصوصي سکټور په ځانګړي ډول له هغو اشخاصو او بنسټونو سره چې په دې برخه کې د هېواد ځان بسیاینې په موخه کار کوي، ملاتړ کوي او له تاسو څخه غوښتنه کوو چې خپل فعالیتونه د کرنې وزارت له مشرتابه سره په همغږۍ او مشورې سره ترسره کړئ ترڅو د کار مؤثریت زیات شي.


دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری
۵ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم‌ عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری دیدار و در مورد رشد و انکشاف دهی  زراعت و مالداری و کار مشترک در این بخش صحبت کرد.
این جلسه که به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و با حضور خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری، هیئت مدیره اتاق زراعت و مالداری افغانستان، محمد ولی وزیری و حشمت‌الله شهرانی مشاوران وزیر زراعت، مفتی ذاکرالله‌ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی گل‌حضرت مشاور معینیت، انجینر عتیق‌الله مسلم رئیس حفاظه نباتات و قرنطین برگزار شده بود در آن تقویت هماهنگی میان وزارت زراعت و اتاق زراعت و مالداری، گسترش همکاری ها و افزایش حمایت های وزارت زراعت از اتاق یاد شده بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به مسوولان اتاق زراعت و مالداری گفت که وزارت زراعت در  هر حالت در حمایت از سکتور خصوصی به خصوص اشخاص و نهادهایی که در بخش زراعت و مالداری کار می‌کنند و برای خودکفایی این ملک زحمت می‌کشند همکار می‌باشد، و از شما می خواهیم که فعالیت‌های خود را در هماهنگی و مشوره با رهبری وزارت زراعت  به پیش ببرید تا بدین طریق موثریت کارها بیشتر گردد".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت