د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ارزښت لوړنې او د بدیل معیشت طرحې وروستي کولو په پار غونډه دائره شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۸:۴۶
جلسه‌ای جهت نهایی‌سازی طرح معیشت بدیل و زنجیره ارزش‌افزایی محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد


۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ارزښت لوړنې او د بدیل معیشت پنځه کلنه طرحه چې د کرنې وزارت د کارپوهانو له خوا جوړه شوې ده، د یادې طرحې د وروستي کولو په پار  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ غونډه دائره.
د کرنې وزیر د لارښوونې له مخې، د کرنې وزارت له رییسانو او کارپوهانو څخه جوړه شوې کمیټه چې د مولوي نصرت الله طلحه په مشرۍ د یادې طرحې د چمتو کولو او نهايي کولو دنده پر غاړه درلوده، په دغه طرحه کار وکړ او دافغانستان اسلامي امارت د ریاست اوزراء اداري مرستیالۍ د اداري کمیسون وړاندیز شوي نظرونه یې په کې ور ګډ کړل او د وروستي کولو په پار یې دکرنې له وزیر سره شریکه کړه، چې ددغې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هغې د بډاینې په اړه خپل نظریات شریک کړل او د هغې د نهايي کولو غوښتنه یې وکړه.
د بدیل معیشت د پنځه کلنې اسټراټیژۍ طرحه د کرنې وزارت له خوا د عالیقدر امیرالمؤمین حفظ الله د فرمان پراساس د کوکنارو د کښت د بندېدو په موخه د بدیل معیشت او د کوکنارو او مخدره توکو تولیدوونکو بوټو پرځای بزګرانو ته د ارزښک لرونکو بوټو د پېژندنې په موخه چمتو شوی دی، چې د بزګرانو د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په پار دکرنې، مالدارۍ،اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې د بدیل معیشت پروژې، د کوکنارو د کرکیلې دایمې کمول او له منځه وړول او مشروع او متنوع محصولاتو کښت ته د بزګرانو هڅول په کې شامل دي.
باید وویل شي وروسته له دې، چې دغه طرحه د رییس الوزرء اداري مرستيالۍ اداري کمېسيون ته وړاندې شوه، یاد کمېسيون ددغې طرحې د بډاینې او ښه والي په پار ځانګړې نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري ددې طرحې د سمون او وروستي کولو په موخه ځانګړې کمېټې ته دنده وسپارله، چې یاده طرحه اصلاح او نهايي کړي.

جلسه‌ای جهت نهایی‌سازی طرح معیشت بدیل و زنجیره ارزش‌افزایی محصولات زراعتی و مالداری برگزار شد
۱۱ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش
جلسه‌ای به رهبری مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالدار جهت نهایی سازی طرح پنج ساله معیشت بدیل و زنجیره ارزش افزایی محصولات زراعتی و مالداری که از سوی متخصصان وزارت زراعت ترتیب شده  بود برگزار شد.
طبق هدایت وزیر زراعت کمیته‌ای متشکل از روئسا و متخصصین وزارت زراعت  به سرپرستی مولوی نصرت الله طلحه که مسوولیت ترتیب و نهایی سازی طرح را داشت بالای طرح متذکره کار کرده و نظریات کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا امارت اسلامی افغانستان را در آن شامل ساخته و غرض نهایی سازی با وزیر زراعت شریک ساختند که  در جریان ارائه این طرح مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری نظریاتش را جهت غنی‌سازی آن شریک ساخته و خواستار نهایی سازی آن شد.
طرح پنچ ساله معیشت بدیل به اساس فرمان عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی در مورد ممنوعیت کشت کوکنار به منظور ارایه معیشت بدیل و معرفی جاگزین‌های کشت کوکنار و نباتات مولد مواد مخدر برای دهاقین از سوی وزارت زراعت ترتیب شده است که شامل تطبیق پروژه‌‌های معیشت بدیل برای تقویت و همکاری اقتصادی دهاقین و تشویق به کشت محصولات مشروع و متنوع می‌باشد که شامل فعالیت‌ها در بخش زراعت، مالداری، منابع طبیعی و آبیاری می‌باشد.
قابل یاد آوری می باشد که طرح متذکره پس از آنکه به کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا پیشکش شد، کمیسون متذکره نظریات مشخصی را جهت اصلاح و بهبود آن ذکر کردند که بر همان اساس مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری کمیته‌ مشخصی را جهت اصلاح و نهایی سازی آن وظیفه سپرد تا آن را نهایی سازند و قرار است این طرح دوباره غرض منظوری به کمیسون اداری معاونیت اداری ریاست الوزرا پيشکس گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت