د کرنیزې پرمختیا صندوق د مدیره پلاوي یوولسمه غونډه دایره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۸:۵۸
د کرنیزې پرمختیا صندوق د مدیره پلاوي یوولسمه غونډه دایره شوه


۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق د مدیره پلاوي یوولسمه ناسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطااءلله عمري په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد، د کرنې او مالدارۍ د پراختیا صندوق رییس انجینر عبدالغفور غفاري، او د اړوندو ادارو مالي سلاکارانو او متخصصینو په ګډون په کابل کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه وشوه. همداراز د یاد صندوق د ۲۰۲۴ کال د بهرني تفتیش راپور، د صندوق د تمویل پالیسیو کې د تعدیلاتو وړاندیزونه، او د «پخته طلای سفید افغان» فابریکې د مالي تمویل غوښتنه تر بحث او پرېکړې لاندې ونیول شوه.
د غونډې ګډونوالو د فرمانونو د تطبیق او ارزونې ادارې د تفتیش، د کوچنیو مالي مؤسسو اتحادیې(اې.ام.اې) ته د مالي مرستې د ورکړې، او د اسلامي پورونو د ورکړې بهیر د ساده‌سازي په اړه بحث وکړ او خپلې نظریې یې شریکې کړې.


یازدهمین جلسه هیئت مدیره صندوق انکشاف زراعت و مالداری برگزار شد
۱۱ جوزا ۱۴۰۴  هـ.ش
یازدهمین جلسه هیئت مدیره صندوق انکشاف زراعت و مالداری تحت ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی عبدالقدیر احمد معین مالی و اداری وزارت مالیه، انجینر عبدالغفور غفاری رئیس عامل صندوق انکشاف زراعت و مالداری، مشاوران و متخصصان مالی ادارات مربوطه در کابل برگزار شد.
در این نشست، فعالیت‌های انجام‌شده در سال ۲۰۲۵ میلادی مورد بررسی قرار گرفت. همچنین گزارش تفتیش خارجی صندوق در سال ۲۰۲۴، پیشنهادات مربوط به تعدیلات در پالیسی تمویلات صندوق و درخواست تمویل مالی فابریکه "پخته طلای سفید افغان" مورد بحث و تصمیم‌گیری قرار گرفت.
اعضای جلسه در مورد تفتیش اداره تطبیق و بررسی فرامین، پرداخت کمک مالی به اتحادیه موسسات مالی کوچک (AMA)، و نیز ساده‌سازی روند پرداخت قرضه‌های اسلامی برای سرمایه‌گذاران در بخش زراعت و مالداری گفتگو نموده و نظریات‌شان را شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت