د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۵:۱۷
د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې وزارت د رییسانو په شتون کې غونډه دائره او د ۱۴۰۲ کال د خزاني نندارتون د غوره  ترسره کولو په پار خبرې اترې وشوې.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د پلان په تالار کې جوړه شوې وه، ګمارل شویو کمیټو پر مسوولیتونو خبرې وشوې او د هغوی دندې مشخصې شوې.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نندارتون پر اهمیت، د ګمارل شویو کمېټو پر مسوولیتونو، د محصولاتو د ښه معرفي کولو، د نظم ساتلو، د چارو د ښه تنظیم، د میلمنو د بلنې، د تبلیغاتو څرنګوالی، د سوداګرو او بزګرانو ښه همغږي او د کورنیو او بهرنیو مېلمنو ښه راغلاست او هرکلي په هکله خبرې وکړې او رییسان یې خپلو دندو ته متوجه کړل او دغه راز د اړونده موضوع په هکله د رییسانو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
ښاغلي عثماني زیاته کړه: «خوښ یم چې په داسې غونډه، کې ګډون کوم چې د کرنې د ودې او پرمختګ په اړه خبرې کوو، د غونډې نظرونه د ستونزو د هواري او د چارو د ښه تنظیم له امله ارزښتمن دي، موږ هر یو د خدای(ج)، دولت او خلکو پر وړاندې مسوول او حساب ورکوونکی یو. ددې لپاره، چې امارت په موږ باور کړی، راځئ داسې چارې ترسره کړو، چې خلک او خدای له موږ څخه راضي او په آخرت کې سر لوړې ووسو».
ورپسې د نندارتون مسوولینو د تدارکاتو، اداري، تبلیغاتو او امنیتي چارو د پرمختګ راپور وړاندې کړل.
ورپسې حاضرو رییسانو هم د همغږۍ او اړیکو د لا ښه والی په اړه خپل نظریات شریک کړل او غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.
د کرنې وزارت له خوا د روان کال د تلې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې د کرنیزو محصولاتو نهه ویشتم خزاني نندارتون په لاره اچول کېږي، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو وطني محصولات به په کې نندارې وړاندې شي.

جلسه‌ای به منظور ارزیابی آماده‌گی‌های بیست‌ونهمین نمایشگاه محصولات زراعتی دایر شد 
۱۸ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
نشستی به سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و با حضور روساء وزارت زراعت دایر و در مورد برگزاری هرچه بهتر نمایشگاه خزانی ۱۴۰۲ صحبت گردید.
این جلسه در تالار پلان وزارت زراعت برگزار و پیرامون مشخص سازی مسوولیت‌های کمیته‌های موظف بحث و وظایف مشخص گردید.
در آغاز مجلس مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت صحبت نموده و در مورد اهمیت نمایشگاه، مسوولیت‌های کمیته‌های موظف، معرفی بهتر محصولات، رعایت نظم، تنظیم بهتر کارها، دعوت مهمانان، چگونگی تبلیغات، هماهنگی بهتر تجار و دهقانان و پذیرایی از مهمانان داخلی و خارجی صحبت نمود و روساء را متوجه مسوولیت‌های شان ساخت و همچنان در مورد موضوع از روساء حاضر نظر خواهی نمود.
آقای عثمانی افزود:"خوشحالم در مجلس‌ای اشتراک دارم که روی پیشرفت و ترقی زراعت صحبت می‌کنیم، نظریات مجلس از خاطر مرفوع ساختن مشکلات و تنظیم بهتر امور ارزشمند است، هر کدام در برابر مردم، دولت و الله"ج" مسوول و جوابگو هستیم، چون امارت برای ما  اعتماد نموده‌است، کاری کنیم که مردم و پروردگار از ما راضی و در آخرت هم سربلند باشیم".
بعد از آن مسوولان برگزار نمایشگاه از پیشرفت کارهای تدارکاتی، اداری، تبلیغاتی و امنیتی گزارش ارائه نمودند.
پس از آن روساء حاضر نیز نظریات خویش را در ارتباط به هماهنگی و ارتباطات بهتر ماحول موضوع شریک ساخته و جلسه با دعای خیر خاتمه یافت.
بیست و نهمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی  امسال از ۲۶ تا ۲۹ ماه میزان از سوی وزارت زراعت  برگزار گردیده و محصولات وطنی از ۳۴ ولایت در آن به نمایش گذاشته می شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۲:۵۱
Background image

د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۳۴
Background image

شنې خونې د کندهار د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په پار نوی فرصت؛ ۱۰۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي»په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

د میدان وردګو په دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو جغتو او سید آباد کې د همکارو مؤسسو. . .

بازگشت