د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو پیل

 
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو پیل

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدو پیل

Posted by ‎وزارت زراعت، آبیاری و مالداری / د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت‎ on Monday, May 4, 2020

تطبیق طرح «مدیریت تولیدات صادراتی زراعتی در دوره‌ی کرونا» آغاز شد

Posted by ‎وزارت زراعت، آبیاری و مالداری / د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت‎ on Sunday, May 3, 2020

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر د هېواد دکرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت د ستونزې نسبي مدیریت لپاره د یوې طرحې پلي کېدل پیل کړې ده، چې پر بنسټ یې د کرنیزو توکو دیوې لویې برخې او په ځانګړې توګه هغه محصولات، چې په تېرو کلونو کې صادرېدل د خوسا او ضایع  کېدو مخه نیول کیږي.
ددې طرحې د برنامو په تمویل کې بزګران یوازې ۱۰ سلنه ونډه اخلي او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه پلي کيږي او هغه ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي، چې تر ډېره په طرحه کې شامل کرنیز محصولات تولیدوي.
په دې طرحه کې څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې جوړول، ۱۴ زره او ۶۳۳ صفر انرژۍ سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول، د مېوو لپاره د سارک ۸۸۴ سړې خونې جوړول، د مېوو او سبو د زرو وچوونکو دستګاوو پېرل او وېشل او د کرنیزو محصولاتو له کورنیو پروسس کوونکو سره همکارۍ شامل دي.
ددې طرحې ټولیزه بودیجه ۱۳.۷ میلیارډه افغانۍ ده، چې له دې ډلې اته میلیارډه یې د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.
ددې طرحې د پلي کېدو په لړ کې، ۱۹۱ زره او ۶۷۰ کسانو ته لنډمهالې دندې او ددې طرحې د تطبیق په بشپړېدو سره ۶۰ زره او ۳۰۹ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابیږي.

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحې   

انفوگرافیکونه:

sdd sas asas
kl as ds
sd as  

نقشي:

لینکونه: