د کرنیزو تخمونود تولید د پلان جوړونې او همغږۍ ورکشاپ دائر شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۱:۵
د کرنیزو تخمونود تولید د پلان جوړونې او همغږۍ ورکشاپ دائر شو

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنیزو تخمونو د تولید د پلان جوړونې او همغږۍ تر عنوان لاندې ورکشاپ د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني په حضور کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې دائره شوه.
ددې ورکشاپ د جوړېدو موخه د کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونه د تخم د تولید د اندازې په اړه مخکې له مخکې چمتو کول او په دې برخه کې د یادو شرکتونو پلان د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې ریاست سره شریکول دي، چې په کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییسان، د کرنیزو څېړنو انسټیټیوټ، د کرنې د ترویج او پراختیا، د نباتاتو ساتنې او قرنطین، د غلودانو پراختیا، د تطبیقي او توافقي څېړنې رییسان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداې د کرنیزو تخمونو مسوول او د هېواد له ۷ زونونو څخه د شاوخوا ۱۲۰ شرکتونو او د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې آمرینو ګډون کړی و.
په یاد ورکشاپ کې د کرنیزو تخمونو د تقصدیق ورکونې چارواکو خپلې کړنې او فعالیتونه د جلا جلا پریزنټېشنونو له لارې وړاندې کړل او همدارنګه هغه ننګونې او ستونزې چې دوی یې د تخنیکرانو د نشتوالي، د کروندو د تفتیش د کارکوونکو د نه شتون، وسایطو ته نه لاس رسۍ، د کرایې او سفر لپاره د بودیجې نشتوالی، د سیمه ییزو کارمندانو او نورو مسلو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چارواکو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د یادې ستونزې او قضیو د لرې کولو ژمنه وکړه.
ښاغلي عثماني په خپلو خبرو کې د کرنې په برخه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او د هېواد له کروندګرو سره د یادې ادارې د لا زیاتو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال دغه راز د امارتي او خصوصي شرکتونو د کرنې له چارواکو وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه په پوره ایماندارۍ او صداقت سره سرته ورسوي او د غنمو د کرنیزو تخمونو د تولید ترڅنګ د نورو نباتاتو لکه سبو، حبوباتو او جلغوزیو تخمونو تولید ته هم پاملرنه وکړي او د هېواد زیارکښو بزګرانو لپاره باکیفیته او د اعتماد وړ کرنیز تخمونه وړاندې کړي.

ورکشاپ پلان گذاری و همآهنگی، تولید تخم‌های بذری دایر گردید
۲۴ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
ورکشاپی تحت عنوان پلان گذاری و همآهنگی تولید تخم‌های بذری در تالار کنفرانس‌های ریاست تصدیق دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت دایر گردید.
هدف از تدویر این ورکشاپ آمادگی پیشاپیش شرکت‌های تولید تخم‌های بذری پیرامون مقدار تولید تخم بذری و شریک ساختن پلان شرکت‌های یاد شده در این راستا با ریاست تصدیق دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت است که در آن مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، روئسای تصدیق دهی تخم‌های بذری، انستیتوت تحقیقات زراعتی،  ترویج و انکشاف زراعت، حفاظه نباتات و قرنطین، توسعه غله جات، تحقیقات تطبیقی و توافقی و مسوول تولید تخم  دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد درافغانستان  و از ۷ زون کشور در حدود ۱۲۰ شرکت و آمرین تصدیق دهی تخم‌های بذری ادارات زراعت ولایات شرکت نموده بودند.
مسوولان تصدیق دهی تخم‌های بذری شرکت کننده‌ی  ورکشاپ در راستای تولید تخم بذری کارکردها و اجراات شانرا طی پریزنتیشن‌های جداگانه ارائه نموده و ضمنٱ چالش‌ها ومشکلات فرا راه شانرا مبنی بر نبود تکنیشن، کارمندان تفتیش مزرعه، عدم دسترسی به وسایط، نبود بودجه جهت پرداخت کرایه و سفریه کارمندان ساحوی و سایر موضوعات مطرح نمودند.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت بعد از استماع پیشنهادات مسوولان امور در برچیدن مشکلات  و موارد یادشده در محدوده‌ی امکانات موجود و دست داشته ابراز تعهد نمود.
آقای عثمانی در صحبت های شان از همکاری دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد  در افغانستان در راستای کمک و همکاری در سکتور زراعت ابراز قدردانی نمود و خواستار تداوم همکاری‌های بیشتر این سازمان با دهاقین کشور شد.
معین زراعت و مالداری همچنان از مسولان زراعت امارتی و شرکت‌های خصوصی خواست تا مسوولیت‌های شانرا با صداقت کامل و ایمان داری ایفا نمایند و در کنار تولید تخم بذری گندم روی تولید تخم‌های سایر نباتات مانند سبزیجات، غله جات و حبوبات نیز تمرکز نمایند و تخم‌های مطمئن و باکیفیت را به زارعین زحمتکش کشور پیشکش کنند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت