د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۲۸
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له‌خوا د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی میاشتې له ۲ تر ۵ نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
 په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کېږي، چې ستاسو د محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۴ یم کال د کب له ۱۶ د ۱۴۰۵ ام لمریز کال د غویی تر لومړی نېټې پورې وېشل کېږي.
په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په‌پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د کندهار ښار او څلورو ولسوالیو کي ۷۲۰۰ نوي مېوه لرونکي نیالګي کښېنول شوي

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ترکیې هېواد د بشري او خیريه مؤسسې (آی‌اچ‌اچ) په مالي ملاتړ او د کرنیزو چارو آمریت تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۲۹
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون په‌پار د چمتووالي د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت