د کرني او مالدارۍ مرستیال د بلخ ولایت قرقل فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
د کرني او مالدارۍ مرستیال د بلخ ولایت قرقل فارم څخه لیدنه وکړه

۲۰ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت دهدادي ولسوالی کې د قرقل ترویجي او څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال ددې لیدنې پر مهال د یاد فارم د کارکوونکو ستونزې واورېدل او د شته ستونزو د حل په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
یاد فارم په ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې جوړه شوې ده، چې اوس مهال په کې ۲۸۳ دانې اعلي قرقل وري پالل کېږي. ددې فارم د جوړولو موخه د بلخ ولایت په کچه د قرقل وریو د نسل ترویج دی.
ددې لیدنې پرمهال د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکونې رییس مولوی صدیق الله رحماني، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله، دکرنې د پراختیا صندوق (ADF) رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د بلخ دکرنې رییس مولوی شمس الله خالد، دکرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوی ګل حضرت د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني ملتیا کوله.


بازدید معین زراعت و مالداری از فارم قرقل ولایت بلخ 
۲۰ ثور ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایت بلخ از فارم تحقیقاتی و ترویجی قرقل در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ بازدید کردند.
معین زراعت و مالداری در جریان این بازدید مشکلات کارمندان فارم متذکره را استماع نموده و هدایات لازم را به مسوولان مربوطه جهت حل مشکلات شان سپرد.
این فارم در ساحه دو صد هکتار احداث شده است و در حال حاضر ۲۸۳ راس گوسفند نوع اعلی قرقل در آن پرورش می یابد و هدف از ایجاد این فارم ترویج نسل گوسفند قرقل در سطح ولایت بلخ می باشد.
در جریان این بازدید معین زراعت و مالداری را مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم بذری، مفتی ذاکرالله رئیس  عمومی مالداری و صحت حیوانی،  انجنیرعبد الغفور غفاری رییس صندوق وجهی انکشاف زراعت یا ADF ، مولوی شمس الدین خالد رئیس زراعت  بلخ و  مولوی گل حضرت مشاور معین زراعت و مالداری همراهی می‌کردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت