د کانونو او کرنې پر سکټورونو د پانګونې په هکله دچک لومړي وزير سره د افغانستان د پلاوي خبرې اترې
۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰
د چک جمهوريت لومړي وزير اندریج بریش (Andrej Babiš) سره د پراګ په ښارکې د افغانستان د پلاوي په ناسته کې د کانونو او کرنې سکټورونو پر پانګونې خبرې وشوې.
د کانونو او پټروليم وزير هارون چخانسوري، د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمدغورياني، دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمتالله غفوري، د ملي تدارکاتو لوی رييس کبیر عیسیخېل او د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا دبرخې رييس عطاالله نصیب په ګډون د افغانستان پلاوي د چک جمهوريت لومړي وزير اندریج بریش سره، په داسې حال کې چې ددې هېواد د پارلمان رييس او د بهرنيو چارو وزير هم شتون درلود پر بېلابېلو سکټورونو له ډلې د کانونو او کرنې پر سکټورونو د پانګونې په موخه خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د چک جمهوريت لومړی وزير د افغانستان پر کرنه د پانګونې په موخه د چمتووالي ترڅنګ وويل، هېواد يې چمتو دی چې افغانستان ته ټراکټورونه او نور کرنيز ماشينونه و لېږدوي.
دچک جمهوريت چارواکو دغه راز ټينګار وکړ چې دوی چمتو دي، چې د چک په هېواد کې جوړ شوي کرنيز ماشينونه او توکي په افغانستان کې بسته بندي کړي، تر څو ياد توکي په ټيټه بيه د افغانستان د بزګرانو لاسته ورسېږي.