د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو سره د ټاپي پروژې په هکله د بحث په مخه غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۹:۵۶
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو سره د ټاپي پروژې په هکله د بحث په مخه غونډه دائره شوه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په مشرۍ دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې رییس حافظ ابوبکر امیني په ګډون دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
یاده غونډه چې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم په مشرۍ دکرنې په وزارت کې په لاره اچول شوې وه دکرنې وزارت په استازیتوب د جیودوزي او کډسټر لوی رییس مولوی سیدالرحمن مظهري، د استملاکو لوی رییس عبدالعلي عمري، د استملاکو او ارزښت یابۍ رییس مولوی حضرت محمد طیب، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوی مصباح الدین مستعین، د کرنې او مالدارۍ معینیت سلاکار غلام فاروق مهمند او دکانونو او پټرولیم وزارت په استازیتوب د ټاپي پروژې رییس  حافظ ابوبکر امیني، د ټاپي پروژې حقوقي سلاکار محمد نظم سمون او د ګازو د وېش انجنیر مصطفای سمون ګډون کړي و.
په دې غونډه کې د ځمکې د قرارداد د حقوقو، د ځمکې د استملاک د خدماتو د حقوق، د ټاپي پروژې د پرمخ وړلو په پار د کرنې وزارت په اډانه کې د یو واحد ټیم ایجاد، د استملاکو ټولیز لګښتونه، د استملاک او ترکمنستان سره د خبرو اترو په پار د اعزامي ټیم د لګښتونو او د اجاره ورکونې د حقوقو په هکله خبرې اترې وشوې.

جلسه‌ی به منظور بحث در مورد پروژه تاپی با مسوولان وزارت معادن و پطرولیم برگزار شد
جلسه‌ی تحت رهبری مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اشتراک شماری از رئسای این وزارت و حافظ ابوبکر امینی ریس پروژه تاپی وزارت معادن و پطرولیم در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه به رهبری مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری در وزارت زراعت با حضور داشت مولوی سید الرحمن مظهری رییس عمومی جیودوزی و کدستر، عبد العلی عمری رییس عمومی استملاک، مولوی حضرت محمد طیب رییس استملاک و ارزشیابی، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه، غلام فاروق مهمند مشاور معینیت زراعت و مالداری به نماینده گی از وزارت زراعت و حافظ ابوبکر امینی رییس پروژه تاپی، محمد نظم سمون مشاور حقوقی پروژه تاپی و مصطفی سمون انجنیر توزیع گاز به نماینده‌گی از وزارت معادن و پطرولیم برگزار شد.
در این جلسه در مورد حقوق قرارداد زمین، حقوق خدمات استملاک زمین، ایجاد یک تیم واحد به منظور پیشبرد پروژه تاپی در چوکات وزات زراعت، مصارف مجموعی استملاک، مصارف تیم‌های اعزامی جهت استملاک و بحث با جانب ترکمنستان در مورد حقوق اجاره دهی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت