د کانال شرکت رییس د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۳:۲۳
د کانال شرکت رییس د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره وکتل


۹ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د خپل کار په دفتر کې د «سي،ډبلیو،اس،اې» مؤسسې چارواکو سره په داسې حال  کې وکتل، د ننګرهار د ننګرهار اقتصاد رییس مولوي عطاء الرحمن فاتح هم حضور درلود.
 ددې ناستې په ترڅ کې د یادې مؤسسې مسئولینو د ننګرهار کانال شرکت رییس ته په ننګرهار ولایت کې د خپلو فعالیتونو، روانو پروژو، راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل. همدا رنګه دوی د کرنې او پراختیا په برخه کې د خپلو پروژو اهمیت او تاثیر په اړه وضاحت ورکړ.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د یادې موسېسې له فعالیتونو مننه وکړه، د وروستیو اورښتونو اوسیلابونو له امله چې د کانال ځینې برخې/ ځمکې يې سختې زیانمنې کړي، د یادې مؤسسې له استازو نه يې د  راتلونکو تهدیدونو او خطراتو مخنیوي په موخه د استنادي دېوالونو، کانال پاکۍ او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه ، چې د یادې موسیې مسوولینو ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت