د کانال رياست د مالدارۍ فارم هره ورځ ۳۰۰ ليټره شيدې توليدوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۲
د کانال رياست د مالدارۍ فارم هره ورځ ۳۰۰ ليټره شيدې توليدوي

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم د ورځې تر ۳۰۰ ليټره تازه شيدې توليدو او بازار ته وړاندې کوي. 
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ۲۷۱ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه هره ورځ ۳۰۰ لیټره تازه شېدې ترلاسه او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څلورګونو فارمونو کې شته بڼونو ته حېوانې سرې لېږل، د غوجلو پاکول، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي، چې ورسره په دې فارم کې لسګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت