د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی استادانو سره دکرنې سرپرست وزیر مشورتي غونډه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۸:۵۴
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی استادانو سره دکرنې سرپرست وزیر مشورتي غونډه


۲۴ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله‌عمري د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځی له یوشمېر استادانو سره په کتنه کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
دکرنې پوهنځی استادانو دکرنې په سکټور کې د همکارۍ په موخه خپل نظرونه دکرنې سرپرست وزیر سره شریک کړل او ورته د پاملرنې غوښتونکي شول.
د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځی رییس صفی الله جوهر وغوښتل چې په کرنیزو چارو کې د دوی د نظرونه باید په پام کې ونیول شي او دغه راز د ترویج او څېړنې په برخه کې د خپلو اړتیاوو د برابرولو او ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکی شو.
وروسته دکرنې وزارت سرپرست خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ابراهیم علیه السلام له زمانې څخه کرنه ځانګړې اهمیت لري  او له امنیت وروسته د کرنې پر اهمیت ټینګار شوی دی.
د کرنې سرپرست وزیر وویل: «د اسلامي امارت رهبرۍ ژمن دی، چې دکرنې پرمختګ لپاره کار وکړي، او خلک هم حلاله نفقه ترلاسه کړي، هرڅوک چې دکرنې په برخه کې پآنګونه او کار وکړي ګټه کوي، او امارت یې هم ملاتړ کوي، دکرنې د پراختیا او پرمختګ طرحه مو تېره اوونۍ ریاست الوزرا ته وړاندې کړه، دغه راز اړینه خبره ده، چې دکرنې د استادانو له تجربو او تحصیلاتو څخه ګټه پورته کړو په ټولو ولایتونو کې دکرنې زده کړیالانو او چارواکو سره همکارۍ ته چمتو یو، زموږ امکانات ستاسو په اختیار کې دي.»

نشست مشورتی سرپرست وزارت زراعت با استادان زراعت پوهنتون کابل
۲۳ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از استادان پوهنحَی زراعت پوهنتون کابل دیدار و روی انکشاف زراعت، مالداری و باغداری بحث نمود.
 استادان پوهنحی زراعت نظریات خویش را پیرامون همکاری سکتور زراعت با این نهاد علمی شریک ساختند و خواستار توجه به آن شدند. 
صفی‌الله‌ جوهر رئیس پوهنحی زراعت پوهنتون کابل خواستار مد نظر گرفتن مشوره آن‌ها در کارهای زراعتی و مرفوع ساختند نیازمندی‌های شان در بخش ترویج و تحقیق شدند.
بعد از آن سرپرست وزارت زراعت صحبت نموده اظهار داشت که زراعت از زمان حضرت ابراهیم علیه سلام اهمیت داشته و بعد از امنیت در مورد ارزش زراعت تاکید شده‌است.
"رهبری امارت اسلامی تعهد دارد که برای پیشرفت زراعت کار کند و مردم هم نفقه حلال بدست بیاورند، هر کسی در بخش زراعت سرمایه‌گذاری و کار کند فایده می‌کند و امارت هم حمایت می‌نماید، طرح‌  پیشرفت و انکشاف  زراعت را هفته گذشته به ریاست وزراء پیشکش کردیم، همچنان مهم و ضروری است که از تجربه و دانش استادان زراعت که دارای تحصیلات عالی می‌باشند استفاده کنیم و آماده همکاری با مسوولان و محصلین زراعت در تمام ولایات می‌باشیم، امکانات ما در اختیار شماست".

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

بازگشت