د کابل په سیلو کې د ولایتونو څخه د پېرودل شویو غنمو د لېږد او تخلیې د بهیر څارنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۴:۲۴
د کابل په سیلو کې د ولایتونو څخه د پېرودل شویو غنمو د لېږد او تخلیې د بهیر څارنه

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم"، چې د دې وزارت یو شمېر رییسانو او سلاکارانو یې ملتیا کوله، د کابل مرکزي سیلو کې یې د ولایتونو څخه اخیستل شويو غنمو د لېږد او تخلیې بهیر وڅاره.  
د دې څارنې په ترڅ کې یې د غنمو د لېږد او تدارک مسوولو شرکتونو او د کرنې وزارت اړوندو رییسانو ته لارښوونه وکړه، چې معیاري او لوړ کیفیت لرونکي غنم انتقال او تسلیم کړي. همدارنګه، ټینګار یې وکړ چې که بې‌کیفیته غنم ولېږدول شي، باید ونه منل شي او بېرته مسترد شي.
هېره دې نه وي، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال څو ورځې وړاندې ولایتونو ته سفر کړی و او زرګونه ټنه لوړ کیفیت لرونکي غنم یې له شرکتونو او بزګرانو څخه اخیستي وو، ترڅو په سیلو کې زېرمه شي او په راتلونکي کې ترې ګټه پورته شي.

نظارت از جریان پروسه انتقال و تخلیه گندم خریداری شده ولایات در سیلوی کابل
۱۴ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملاآغاجان"حاجی سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که از سوی تعدادی از روساء و مشاوران این وزارت همرائی می‌شد از جریان انتقال و تخلیه گندم خریداری شده ولایات در سیلوی مرکزی کابل نظارت کرد.
در جریان این نظارت به شرکت‌های مسوول انتقال و تهیه گندم و روساء مسوول وزارت زراعت هدایت داد تا گندم با کیفیت و معیاری را انتقال و تسلیم شوند. هچنان تاکید کرد که در صورت انتقال گندم بی‌کیفیت آن را تسلیم نشده و دو باره مسترد نمایند.
قابل ذکر است که معین مالی و اداری وزارت زراعت چندی پیش به ولایات سفری داشت و به هزاران تن گندم باکیفیت را از شرکت‌ها و دهقانان خریداری نمود تا در سیلوها ذخیره شده و در آینده از آن استفاده گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت