د کابل مرکزي سیلو کې د غنمو د تخلیې بهیر څارنه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۲:۲۷
د کابل مرکزي سیلو کې د غنمو د تخلیې بهیر څارنه


۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري  مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» د کابل په مرکزي سیلو کې د غنمو د تخلیې بهیر څخه څارنه وکړه.
د سیلو د مسؤولینو په وینا، د تازه غنمو جوپه چې ۵۶ موټره وه، د منظور شوي طرزالعمل او ټاکل شویو مقرراتو په اساس تخلیه شوې ده. مالي او اداري مرستیال د دې بهیر د پرمختګ څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د غنمو د تخلیې او تحویلۍ پر مهال باید اصول او مقررات په جدي توګه مراعت شي. هغه اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې هغه غنم چې زیانمن شوي وي یا د طرزالعمل سره سمون ونه لري، باید تخلیه نه شي.
د غنمو د تخلیې بهیر د بېلابېلو پلاوو تر جدي څارنې لاندې دی ترڅو د غنمو کیفیت او د ټاکل شویو معیارونو سره سمون تضمین شي.
دا چاره د کرنې وزارت د هڅو یوه برخه ده، چې په هېواد کې د غنمو زیرمې په ښه ډول مدیریت کړي.

نظارت بر روند تخلیه گندم در سیلوی مرکزی کابل
۱۹ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
 معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ملا آغا جان آخند« حاجی سالم» از روند تخلیه گندم در سیلوی مرکزی کابل بازدید کرد.
به گفته مسؤولان سیلو، تازه‌ترین محموله گندم شامل ۵۶ موتر، مطابق طرزالعمل تصویب‌شده و مقررات وضع‌شده تخلیه شده است. معین مالی و اداری با ابراز رضایت از این روند، تأکید کرد که هنگام تخلیه و تحویل گندم، اصول و مقررات به‌صورت جدی رعایت شود. وی به مسؤولان دستور داد گندمی که دچار آفت باشد و با طرزالعمل هماهنگی نداشته باشد، نباید تخلیه گردد.
روند تخلیه گندم از سوی هیئت‌های مختلف تحت نظارت جدی قرار دارد تا کیفیت و مطابقت آن با معیارهای تعیین‌شده تضمین شود.
این اقدام بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت برای مدیریت بهتر ذخایر گندم در کشور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت