د کابل شکردرې ولسوالی کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې عملي چارې په چټکۍ روانې دي

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۶:۳۹
د کابل شکردرې ولسوالی کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې عملي چارې په چټکۍ روانې دي


۱۲ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې یې د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار عملي چارې د نورو ولسوالیو او ناحیو ترڅنګ د شکردرې په ولسوالۍ کې هم پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې نږدې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکې له غاصبینو بېرته راګرځولي دي.
د چارواکو په خبره د شکردرې ولسوالی مقام، د قومندانۍ، عوایدو، اراضي او استخباراتو مدیرت د استازو په شتون کې پلاوي د کابل د شکردرې ولسوالی له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال یوشمېر فرصت طلبو غاصبینو ته په غصب شویو ځمکو کې د کار د توقق امر وکړ او له دوی څخه د معتبرو اسنادو غوښتونکي شول.
یاد چارواکي وویل، هېڅ فرد يا ډله د دولتي ځمکو او جايدادونو د غصب حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده چې مشري یې دکرنې ریاست کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام ترسره شو

 

۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د سوداګرو ترمنځ د لیدنې «بي۲بي» پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په لړ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۱
Background image

پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

دکرنې او مالدارۍ مرستیال د کابل د بادام‌باغ نندارتون په څنډه کې د اروپايي ټولنې د اقتصادي چارو مرستیال سره وکتل


۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور. . .

بازگشت