د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۰:۵۳
د کابل شکردرې ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار هڅې

دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د شکردرې په ولسوالی کې د مېوو بڼونو د خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل کارولو چارې پیل کړي دي.
دشکر درې ولسوالی دکرنې ادارې چارواکي وایي، چې ددې ادارې دکرنیزو چارو کارکوونکو په دې ولسوالی کې د ډول ډول مېوو بڼونو خوندیتوب په پار د لایم سلفر درمل جوړونې او کارونې په موخه لسګونه بزګران روزلي او ترڅنګ یې د دوی د بڼونو ونو ته د لایم سلفر درمل کارونې چارې پیل کړي، چې ورسره تاکونه  له فنګسې ناروغیوڅخه خوندي کېږي.
تر دې وړاندې هم د کابل ولایت د استالف او یوشمېر نورو ولسوالیو بڼوالو ته ورته روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوې وه.
باید وویل شي، چې دکرنې وزارت د هېواد په کچه د مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د خوندیتوب په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې ونې او نیالګي له افتونو او ناروغیو خوندي کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت