د کابل سروبي کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د شاتو مچۍ او اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۰:۳۴
د کابل سروبي کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د شاتو مچۍ او اړونده توکو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت سروبي ولسوالی پر ۳۹ تنو اړمنو کورنیو د شاتو مچۍ او د مچیو روزنې اړوند توکي وېشل شوي دي.
دغه توکي د افغان سوله جوړونکي بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولسوالی پر بې وزله کورنیو وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره له دې مرستې څخه برخمن شوي اړمنې کورنۍ څه موده وړاندې د سروې له مخې په نښه شوي وو، چې پکې ۳۹ کورنۍ شامل دي او پر هرې کورنۍ د شاتو مچیو ترڅنګ د شاتو مچیو د روزنې اړوند توکي وېشل شوي دي.
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې له وېشل شویو توکو به کلکه څارنه کوی او له ګټه اخیستونکو یې وغوښتل، چې له وېشل شویو توکو سمه ګټه پورته کړي.
له وېشل شویو مرستو څخه موخه په دغه ولایت کې بې سرپرسته کورنیو ته د کور دننه د کار زمینه برابرول، د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکول او د کورنیو خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت