د کابل د شکردرې لوی او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۵:۳۵
مسلخ بزرگ و معیاری شکردره کابل به بهره‌برداری رسید

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، د کابل ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالرحیم زیرک، د کرنې سکټور یوشمېر رییسانو، د کوهدامن ولسوالۍ ولسوالانو او د کابل د یوشمېر استازو، مشرانو او د کابل د شمال د یوشمېر اوسېدونکو په حضور کې د شکردرې مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډونوالو ته دیاد مسلخ د جوړولو موخه ورپه ګوته کړه. په دې غونډه کې، د غونډې ګډونوال هم خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
ښاغلی امیري وویل: «دا مسلخ له هغو پنځو لویو مسخلونو څخه دی، چې د هېواد په څلورو زونونو کې د اسیایي پراختیایي بانک د ۳۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت جوړ شوي دي. د شکردرې مسلخ د جوړولو ټولیز لګښت شپږ میلیونه ډالر ده. ددې مسلخ د جوړولو موخه خلکوته صحي او کیفیت لرونکي غوښه چمتو کول دي.»
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړه، دا مسلخونه په معیاري ډول جوړ شوي دي، چې څاروي په کې په اساسي ډول ذبحه او غوښه یې پروسس کېږي، د اوږد مهال لپاره ساتل کېږي:
«دا مسلخ په ټولو اړینو امکاناتو سمبال دی، چې په کې حلاله او له ناروغیو پرته غوښه چمتو کېږي، او ترڅنګ یې سلګونو کسانو ته د دایمي دندې زمینه هم برابروي.»
هغه دغه راز د مالدارۍ او کرنیزو پروژو د پلي کېدو پار وویل، چې د کرنې وزارت ژمن دی، چې خلکو ته د مالدارۍ او کرنیزو برخو کې پروژې پلي کړي.
هغه زیاته کړه: «د مالدارۍ په برخه کې نږدې درې میلیارډه ډالر وړتیا لرو، د څارویو د مصنوعي القاح، درملنې او د چرګانو پالنې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي، او په راتلونکې کې هم په یادو برخو او د غوښینو څارویو د فارمونو جوړولو په برخه کې پلانونه لرو چې عملي یې کړو.»
هغه دغه راز وویل، کوچیانو سره د مرستې په پار سږکال ۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې ده، چې د کوچیانو د مالدارۍ د پیاوړتیا په پار لګول کېږي، چې د لبنیاتو د تولید او د څارویو د زیاتوالي په برخه کې به ورسره پرمختګونه رامنځته شي.
د کابل ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالرحیم زیرک هم د یاد مسلخ په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: «د کوهدامن اوسیدونکو ته دې دا پروژه مبارک وي، په دې مسلخ کې څاروي په اسلامي اصولو برابر ذبحه کېږي، او تاسوته کاري فرصتونه هم برابرېږي. له قصابانو غواړم، چې له دې مسلخ څخه په سمه توګه ګټه پورته او ساتنه یې وکړي، او خپل څاروي په کې حلال کړي. د نورو پروژو د پلي کېدو په پار هم هلې ځلې کوو.»
د غونډې نور ګډونوال هم له دې پروژې څخه د هرکلي ترڅنګ د کوهدامن خلکو ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.
د شکر درې ولسوال ګوهرخان بابر په خپلو خبرو کې وویل: «په دې میاشت کې مو څو پروژې پرانیستل؛ د شاه اوعروس بند هم په همدې ولسوالۍ کې شتون لري، د ګډوالو ښارګوټۍ هم همدلته ده، چې په تېرو ورځو کې مو پرانیستل، ددې پروژې څخه په استفادې سره د کابل د شمال د بزګرانو ستونزې هوارېږي.»
په همدې حال کې د کوهدامن د شورا غړی جنرال صفی الله هم وویل: «کوهدامن یو کرنیز ولسوالۍ ده، له دې پروژې څخه ټول خلک برخمن شوي دي، د جهاد او مقاومت پروخت ډېر زیانمن شو، هیله مو داده، چې یادې جغرافیې ته ډېره پاملرنه ووشي او نورې پروژې هم پرانیستل شي.»
د کجکن کلي د خلکو شورا مشر حاجي جان آغا هم خبرې وکړې او ویې ویل: «هیله ده، چې د بازارموندنې او پر ناروغیو د څارویو او سبو د اخته کېدو برخې ته هم ډېره پاملرنه ووشي، او هېواد ته باکیفیته درمل وارد شي، ترڅو ښه کیفیت لرونکي مېوې او سابه تولید کړو.»
د دوی د غوښتو په هکله د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل: «دا چې خپلې ستونزې مو شریکې کړې مننه کوم، ترڅو چې خلک خپلې غوښتنې مطرح نه کړي، چارواکي هم دومره پاملرنه نه کوي، اوس چې خپلې ستونزې مو له موږ سره شریکې کړې حتماً کار کوو. هغه وویل، چې تېرکال نږدې ۱۲ زره زېرمتونونه جوړ شوي دي، په ټول هېواد کې یوزرو ۲۰۰ کلینیکونه حیواني چوپړتیاوې وړاندې کوي او د باکیفیته درملو په برخه کې ډېره پاملرنه کوو.»
هغه دغه راز د کابل ولایت سږني پروژو ته اشاره وکړه: «د کابل په ټولو ولسوالیو کې د ۳۹۴ میلیونه افغانیوپه ارزښت سږکال ۵۳ پروژې لرو چې پلي کېږي، د کوهدامن ولسوالۍ هم په کې شامل دي، په راتلونکو ورځو کې د شکردرې د شېدې ټولولو مرکز پرانیستل کېږي، چې یو ستر ګام دی.»
د یادونې وړ ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې پنځه لوی مسلخونه جوړ کړي، چې له دې ډلې دوه یې د کابل په ولایت کې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۵
Background image

د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه

د ننګرهار کانال شرکت د مدیره پلاوي غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه. په دې غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم او تخنیکي ټیم د یاد شرکت د ۱۴۰۲ کال د فعالیتونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۶:۱۷
Background image

د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شو

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ننګرهار کامه کې مېرمنو ته د شاتو د مچیو صندوقونه وېشل شوي

۵ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالي لګښت. . .

بازگشت