د کابل دکرنې ریاست چارواکو د دې ښار شنوخونو لرونکو سره وکتل
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ددې ولایت د شنوخونو لرونکو سره په کتنه کې د شنوخونو د جواز د وېش په هکله خبرې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د کابل دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت کارکوونکو د شنوخونو د جوازونو د وېش په اړه د کرنې وزارت کړن لاره دوی ته روښانه کړه.
په دې غونډه کې د شنوخونو لرونکو ته لاښوونه وشوه، چې د کرنې وزارت د پالیسۍ، قوانینو او کړن لارې سره سم د کابل ولایت دکرنې ریاست څخه دکار جواز ترلاسه کړي.