د چرګانو پالنې په سکټور کې د پانګونې پر پراختیا د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۳۳
د چرګانو پالنې په سکټور کې د پانګونې پر پراختیا د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټینګار

٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د پاکستان د پولو له تړل کېدو سره سم د چرګانو پالنې له اتحادیې وغوښتل، چې په یاد سکټور کې خپلې پانګونې زیاتې کړي او د هېواد کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د چرګانو د غوښې په تولید کې نږدې ځان بساینې ته رسېدلي یو، خو د هېواد د اړتیاوو د دوامدار پوره کولو لپاره د چرګړو، بریدر، هګۍ او د چرګانو د دانې د تولید لوړول هم خورا مهم دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کورني تولید ظرفیت د پراختیا، د چرګانو پالنې سکټور د ملاتړ او په دې سکټور کې د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او له اتحادیې یې وغوښتل، چې د کرنې له وزارت سره په همکارۍ د تولیداتو کیفیت او کمیت لا پسې لوړ کړي.

تأکید معین زراعت و مالداری بر افزایش سرمایه‌گذاری در سکتور مرغ‌داری
۲9 عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، هم‌زمان با مسدود شدن گذرگاه‌های مرزی پاکستان، از اتحادیه مرغ‌داران خواست تا در سکتور مرغ‌داری سرمایه‌گذاری بیشتری کرده و نیازهای داخلی را تأمین نمایند. وی افزود که در تولید گوشت مرغ نزدیک به خودکفایی رسیده‌ایم، اما برای تأمین پایدار نیازهای کشور، افزایش تولید جوجه، بریدر، تخم و دانه مرغ نیز ضروری است.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری بر اهمیت توسعه ظرفیت تولید داخلی، حمایت از مرغ‌داران و ایجاد فرصت‌های شغلی در این سکتور تأکید کرد و از اتحادیه خواست تا با همکاری وزارت زراعت، کیفیت و کمیت تولیدات را ارتقا دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت