د چرګانو روزنې سکټور د ستونزو حلولو او همغږۍ په پار غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۲:۰
د چرګانو روزنې سکټور د ستونزو حلولو او همغږۍ په پار غونډه دائره شوه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ او ددې وزارت د یوشمېر چارکواو او د چرګانو روزنې د ټولنې غړو په ګډون، د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور د ستونزو حلولو او همغږۍ په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د چرګانو روزنې د ټولنې رییس غلام معروف ظفر د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور پر فعالیتونو او لاسته راوړنو خبرې وکړې ویې ویل: «اوسمهال د افغانستان د چرګانو روزنې په صنعت کې نږدې یومیلیارډه ډالر پانګونه شوې ده، چې دا د کرنې وزارت د ملاتړ له وجې ده، خو اوس د چرګانو روزنې سکټور د تولیدوونکو او فارم لرونکو جدي ننګونه د ژوندیو چرګانو او بریډر چرګانو واردات دي، چې یاد سکټور یې له رکود سره مخ کړی دی، له تواسو غواړو چې له بهر څخه افغانستان ته د ژوندیو چرګانو او بریډر چرګانو واردات منع شي.»
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د چرګانو روزنې سکټور پانګوال مجاهدین وبلل او زیاته یې کړه: «تاڅو د غذایي توکو او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې پانګونه کړي دي، او زموږ لوی ملاتړکوونکی نن تاسو یاست، نن ستاسو د جهاد وار دی ترڅو افغانستان له بېوزلۍ او فقر څخه وژغور او د بې وزلۍ او فقر پر وړاندې مبارزه وکړئ.»
ښاغلي عمري د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور سره دکرنې وزارت ملاتړ اعلان کړ و زیاته یې کړه: «له همدې نن څخه موږ چمتو یو چې د ژوندیو چرګانو او بریډر چرګانو واردات بند کړو؛ خو زموږ اندېښنه داده، چې د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور به ونه شي کړای، چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې پوره کړي، خو موږ د افغانستان چرګانو روزنې سکټور معیاري کولو او پراختیا لپاره هر ډول اسانیتاوو برابرولو لکه، ځمکه او د پانګونې لپاره نورو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو یو. 
دا غونډه د چرګانو روزنې په صنعت کې د چارو د لا ښه سمون او همغږۍ او دغه راز د چرګانو فارملرونکو، تولیدوونکو او پروسسوونکو د ستونزو د هوارولو په پار دائره شوې وه.

جلسه هماهنگی و حل مشکلات سکتور مرغداری برگزار شد
۴ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش 
جلسه هماهنگی و حل مشکلات سکتور مرغداری افغانستان با اشتراک مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری،  شماری از مسوولان وزارت زراعت، رییس و اعضای اتحادیه مرغداری برگزار شد.
در این جلسه غلام معروف ظفر رییس اتحادیه مرغداری در مورد فعالیت‌ها و دستاوردهای سکتور مرغداری افغانستان صحبت نموده افزود «در حال حاضر در حدود یک میلیارد دالر بالای سکتور مرغداری افغانستان سرمایه‌گذاری شده و این از بابت حمایت وزارت زراعت می‌باشد اما فعلا واردات مرغ زنده و بریدر یک چالش جدی برای تولید کننده گان و فارمدارن سکتور مرغداری ایجاد کرده که این سکتور را به رکود مواجه ساخته است و از شما خواستار بند شدن واردات مرغ زنده و مرغ بریدر از خارج از افغانستان می‌باشیم».
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری سرمایه‌گذاران سکتور مرغداری را مجاهد خطاب کرده علاوه کرد « شما در بخش رساندن مواد غذایی و نیازهای مردم افغانستان سرمایه‌گذاری کرده‌اید و حامی بزرگ ما امروز شما هستید و امروز نوبت جهاد شما است تا افغانستان را از فقر و بدبختی نجات دهید و در مقابله فقر و بد بختی مجادله کنید».
آقای عمری حمایت وزارت زراعت از تولیدات سکتور مرغداری افغانستان اعلام کرده و افزود« ما  از امروز آماده هستیم که واردات مرغ زنده و بریدر را بند نمایم؛ اما تشویش ما از این است که سکتور مرغداری افغانستان نتواند جوابگوی نیازهای مردم افغانستان باشد اما ما آماده فراهم نمودن هرنوع سهولت از قبیل زمین و سایر سهولت‌ها برای سرمایه‌گذاری برای بلند بردن و معیاری سازی محصولات سکتور مرغداری افغانستان می‌باشیم».
این جلسه به منظور بحث و مشوره جهت انسجام امور و حل مشکلات فارمدارن و تولید و پروسس کننده‌گان سکتور مرغداری برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت