د چرګانو د غوښې د بیې د کنټرول په موخه د چرګانو ټولنې چارواکو سره غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۰:۷
د چرګانو د غوښې د بیې د کنټرول په موخه د چرګانو ټولنې چارواکو سره غونډه دائره شوه

د چرګانو د فارمونو ټولنې د کافي کورني تولید او له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو د غوښې پر واردولو د بندیز له ژمنې سره سم دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري معینیت کې  د هېواد د چرګانو د فارمونو ټولنې چارواکو سره د چرګانو د غوښې د بیې د کنټرول په موخه غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د چرګانو په سکتور کې پر پانګونې او د فرصتونو په رامنځته کولو او پر وړتیا لوړونې د ټینګارترڅنګ وویل:«باید په ګډه او بنسټیز ډول کار وشي تر څو د چرګانو د غوښې د تولید تر څنګ د هګیو او چرګوړو تولید هم وشي تر څو ځان بسیاینې ته ورسېږو، د چرګانو د غوښې بیې کنټرول او پر وخت ورته رسېدنه ووشي.»
په همدې حال کې د افغانستان د چرګانو د فارمونو د ټولنې مشر بشیر احمد مژده د چرګانو په برخه کې د کرنې وزارت له مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل. «په افغانستان کې د چرګانو فارمونه پیاوړي پاتې دي، د تولیدونکو، پلورونکو او پیرودونکو ترمنځ د پانګونې او ارتباط سیمه باید د ټولو لپاره اسانه او ګټور وي.»
د چرګانو د غوښې، هګیو، دانه او بیې کنټرول او  ځان بسیاینې ته د رسېدو څرنګوالي ددې غونډې د خبرو اترو اصلي موضوعات ول.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت، د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ، د نرخونو د کنټرول کمیسیون او د چرګانو د فارمونو د ټولنې استازو ګډون کړي ؤ.

جلسه‌ای به‌منظور کنترول قیمت گوشت مرغ با اتحادیه مرغداران دایر گردید
هم‌زمان با تعهد اتحادیه مرغداران با تولید بسنده داخلی و منع واردات گوشت مرغ از کشورهای همسایه، جلسه‌ای به‌منظور کنترول  قیمت گوشت مرغ با اتحادیه مرغداران کشور در معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  برگزار شد.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت ضمن تاکید بر سرمایه گذاری در سکتور مرغداری و ایجاد فرصت و ظرفیت سازی گفت:« به صورت مشترک و اساسی کار صورت گیرد تا در پهلوی تولید گوشت مرغ باید تولید تخم مرغ و جوجه آن نیز تولید گردد تا به خودکفایی برسیم، قیمت گوشت مرغ در بازار کنترول و به موقع رسیده‌گی صورت گیرد.»
در همین حال بشیراحمد مژده رییس اتحادیه مرغداران افغانستان ضمن قدردانی از حمایت وزارت زراعت در سکتور مرغداری گفت:« مرغداری در افغانستان به قوت خود باقی است، زمینه های سرمایه گذاری و ارتباط میان تولید کننده، فروشنده و خریدار سهل و به نفع همه باشد.»
تولید گوشت مرغ، تخم، دانه، تعین قیمت، کنترول و چگونگی نزدیک شدن به خودکفایی محور بحث این جلسه بوده است.
در این جلسه مسوولان از وزارت زراعت، وزارت داخله، شاروالی کابل، کمیسون کنترول قیمت‌ها و نماینده‌گان اتحادیه مرغداران اشتراک داشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت