د څارویو د انټروټوکسیمیا واکسین او د داخي چینجیود درملو د تطبیق کمپاین پیل شو

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۴۷
کمپاین تطبیق واکسین بیماری انتروتوکسیمیا و کرم داخلی حیوانات آغاز شد


۱۱ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ د څارویو د مړینې د مخنیوي په موخه  د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د انټروټوکسیمیا یا ریخک واکسین او څارویو ته د داخي چینجیو د درملو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې د چارواکو په شتون کې د کابل له ولایت څخه پیل شو. 
دغه کمپاین د هېواد په ۲۳۹ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې له لارې یې یو میلیون او ۴۳۴ زره او ۵۰۰ څاروي د پسرلي په موسم کې او یو میلیون څاروي د مني په موسم کې، چې د دغې ناروغۍ د ډېرېدو احتمال ډېر دی، د انټروټوکسیمیا پر وړاندې واکسنېږي او دغه راز ددې کمپاین په ترڅ به  دوه ملیونه او ۲۷زره څارویو ته د چینجیو ضد درمل په پسرلنی او یوملیون څارویو ته به د مني په موسم کی د څارویو د چینجیو ضد درمل تطبیق او څاروي به د وژونکو ناروغیو څخه وژغورل شي.
وروستیو اورښتونو د څړځایونو د شنه کېدو لامل شوی او په هېواد کې د څارویو د خوراکي توکو ساتلو لپاره د مالدارانو هیلې زیاتې کړي دي، خو په ورته وخت کې د پسرلي په موسم کې د خوړو بدلون په څارویو کې د انټروټوکسیمیا او داخلي چینجي ناروغیو د زیاتوالي لامل کیږي، چې په همدې موخه د دغو ناروغيو د مخنيوي په موخه د يادو ناروغيو د واکسین کمپاين پيل شوی دی.

کمپاین تطبیق واکسین بیماری انتروتوکسیمیا و کرم داخلی حیوانات آغاز شد 
۱۱ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین بیماری انتروتوکسیمیا  یا ریخک و کرم داخلی حیوانات در بیست پنج ولایت کشور از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری کمیته هالند برای افغانستان به هدف جلوگیری از تلفات مواشی آغاز شد.
این کمپاین با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسوولان کمیته هالند برای افغانستان با تطبیق واکسین بالای حیوانات در ولایت کابل آغاز شد.
این کمپاین در ۲۳۹ ولسوالی کشور تطبیق می‌شود که از طریق آن یک میلیون ۴۳۴ هزار ۵۰۰ حیوان در مقابل مرض انتروتوکسیمیا یا در فصل بهار  و یک میلیون مواشی در فصل خزان که احتمال افزایش مرض در آن فصل می‌رود واکسین می‌شود و همین گونه در جریان این کمپاین دو میلیون 27 هزار حیوان در فصل بهار در مقابل بیماری کرم داخلی حیوانات واکسین گردیده و یک میلیون حیوان دیگر در فصل خزان واکسین می‌شود.
ریزش باران های اخیر سبب سبز شدن علفچرها و افزایش امیدواری برای مالداران جهت نگهداری خوراکه حیوانی در کشور شده است اما در عین حال در چنین حالت تغییر خوراکه در فصل بهار باعث افزایش امراض انتروتوکسیمیا و کرم داخلی حیوانات می‌گردد که به منظور جلوگیری از این امراض کمپاین جلوگیری از این امراض به راه انداخته شده است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت