د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ پکتیا کې څلور حیواني ډاکترانو ته د حیواني کلینیک توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۰:۳۶
د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ پکتیا کې څلور حیواني ډاکترانو ته د حیواني کلینیک توکي ووېشل شول

د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د څاریو د خوندیتوب په پار هڅې کړندي کړي، چې ددغو هلو ځلو په ترڅ کې پر څلورو حیواني ډاکټرانو د حیواني کلینیکونو توکي وېشل شوي دي.
د چاراکو په خبره یاد وټرنران د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې ته ورپېژندل شوي ول، چې تر شپږ نیاشتنۍ روزنې وروسته دمیرزکی، احمد خېل، جاني خېل، او روحاني بابا ولسوالیو څخه د افغانستان لپاره هالند کمیټې دفتر ته معرفي شوي وو چې اوس نوموړي څلور کسه وټرنرانو ته په نږدې ۳۶ قلمه د وټرنرۍ اړین سامان آلات ورکړل شوي دي.
ددغو توکو په وېش غونډه کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د اقتصاد رییس، د مالدارۍ آمر نورالله دروېش، د یادې موسسې مسئولینو، وټرنرۍ ډاکترانو او د مالداری آمریت کارکوونکو ګډون درلود.
د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کی وویل په یادو سامان الاتو کې څلور لمریزې تختې، ۲ دانې بټرۍ، یوه پایه یخچال، یوه عراده هونډا موتر سایکل، سپرې پمپ، یوه دانه تراوا او د دفتر سامان آلات لکه ( چوکۍ، میز، ترموز، فرش، المارۍ اوداسې نور ) شامل وو، چې ټولیزه بیه یې ۷۰۰۰ امریکایي دالره کېږي.
دغه راز د یادو مرستو ترڅنګ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له خوا د پکتیا ولایت په پنځو ولسوالیو جاني خېل، څمکنۍ، ځاځی اریوب او احمدآبا کې د څارویو د خوراکي توکو پنځه مرکزونه یا(فیډبانکونه) هم ووېش شول.
د چارواکو په خبره په دغو وېشل شویو توکو کې چې ټولیز لګښت یې ۷زره امریکایي ډالرو ته رسېږي ماشین (میل) له ټولو توکو سره، یوپایه جنراتور، یو دانه د بوجۍ ګنډلو ماشین، یوه دانه ترازو، یو دانه میز او چوکۍ او ۵۰۰ دانې پلاستیکي بوجۍ شامل دي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د هالند کمیټې مسئول ښاغلی سیدکریم باور یادو وټرنرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې ترڅو مالدارانو ته په ولسوالیو کې په سټندرد او معیاري توګه خدمات وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هر فیدبانک ته یو ساختمان هم جوړ شوی او هر فیدبانک بانګ ته ۹ ټنه حیواني خوارکه هم ورکول کېږی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت