د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ ننګرهار کې د مصنوعي ځنګلونو کرلو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۲:۶
د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ ننګرهار کې د مصنوعي ځنګلونو کرلو چارې پیل شوې

۱۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بهسودو ولسوالی سهاک اوبحرا باد کانال تپو او غونډیو کی د نیالګیو کرل پیل شوي دي.
 د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي زېرمو امر قاري سیداغا تنها وویل: «د بهسودو ولسوالی سهاک سیمه کې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په همکارۍ په ۴ زره جریبه ځمکه کیندل شوی تراسونو کی ۸ زره د ناجو، صبر غوړاسکی،بېره ،ګلبید، پلوڅه، ویلکمر او نارنجو نیالګیو کښېنولو چارې پیل شوي دي.»
نوموړی وویل، چې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د ۱۲۷۱ عدده تراسونه کیندلو پلان لري، چې له دې ډلې تر دې دمه  ۷۴۶ کېندل شوي اودپاتې نورو چارې روانې دي ،چې د سیمې ۷۲۵ تنو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده .
ښاغلی تنها وویل تر راتلونکی یو کال پورې د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د ونو او بوټو ساتلو کې خلکوسره مرسته وکړي او تر هغې وروسته به د سیمې خلک په بشپړډول ددي ملي شتمنیو ساتنه او پالنه کوی.
 د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسه د بهسودو ولسوالی سربېره په ځینو نورو ولسوالیو کی هم د کانالونو جوړولو او روغولو تر څنګ د اصلاح شویو تخمونو،کرنیز وسایلو، کیمیاوی سرو ،کورنیو چرګانو او نورو برخو کې د بزګرانو لاسنیوی کوی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت