د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د جلغوزې او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د جلغوزې او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي
۱۶ وږی ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « شمل، موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې د جلغوزې او چهارمغزو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د شمل، موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریې جوړې شوي دي. ښاغلی نوري وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي، چې پنځه زره هکټاره ځنګلونه به ورباندې بیا ورغول شي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۳۵میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې هر قوریه دار ته د جلغوزې او غوزانو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، اوسپنیز تونلونه، سپېنې او تورې سرې ورکول شوي دي.
له یادو کورنیو قوریو څخه برخمن شوي کسان د خپلو قوریو له ودې څخه خوښ دي. عجب خان یو له هغو کسانو څخه دی، چې د کرنې وزارت له خوا ورته قوریه جوړه شوې ده. عجب خان وایي، چې له دې لارې به هغه شاړې سیمې او ځنګلونه چې ونې یې پرې شوي دي بیاورغول شي.
خلکوته عامه پوهاوی، د قوریه لرونکو روزنه او د ناروغیو پر وخت مخنیوی د یادو کورنیو قوریو دودې اصلي لاملونه دي.
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د کورنیو قوریو سیمه ییز مسوول انجنیر عمر تڼیوال وایي، چې کورنیو قوریو جوړلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده او خلک غواړي، چې په خپلو ځمکو کې کورني قوریې جوړ کړي.
خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغولو په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې د ولایت محمدآغې او څرخ ولسوالیو پر۲۰۰ تنو اړمنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د سروبي ولسوالی د اوزبین کاریز او لوی کانال د اوبو مدیریت په پار هڅې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د سروبي ولسوالی د اوزبین کاریز او لوی کانال د اوبو مدیریت او د اوبو د منظم وېش. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

دافغان اېډ مؤسسې چارواکو خپل کرنیز او د اوبولګولو پروژې د کرنې وزارت سره شرکې کړې

دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په شتون کې دیوې غونډې په ترڅ کې د افغان اېډ مؤسسې چاراکو د کرنې، اوبولګولو او نورو اړوندو برخوکې د خپلو پروژو د تطبیق پلان د. . .

بازگشت