د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار هڅې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۸:۵۷
د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار هڅې


۲۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې د هڅو په دوام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د څو ادارو د مسئولینو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.  
دا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ او د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي رحمت‌الله زاهد او د افغان کارت امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حاجي آغا سید په ګډون ترسره شوه.  
په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې، د پرې کولو مخنیوي او د ځنګلي محصولاتو د کارونې په اړه خبرې وشوې، ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل او په ګډ کار او همغږي یې ټینګار وکړ.

تلاش‌ها جهت حفاظت و احیای جنگلات 
۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ھ.ش
به ادامه تلاش جهت حفاظت و احیای جنگلات در کشور جلسه‌ای به سرپرستی مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان چندین اداره برگزار شد.
این جلسه به سرپرستی مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و حضور مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی رحمت‌الله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت و  حاجی آغاسید رئیس اجرایوی شرکت امارتی افغان کارت دایر شد.
در این مجلس پیرامون حفاظت، احیاء، جلوگیری از قطع و استفاده از محصولات جنگلات صحبت گردید و حاضران نظریات خویش را شریک ساخته و بر کارمشترک و هماهنگ تاکید نمودند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت