د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د ساتنې د کمېټې له غړو سره غونډه وکړه. دا غونډه د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني په ګډون د ولایت د مقام په ودانۍ کې ترسره شوه.
په دې کتنه کې مولوي فیضان د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي او د طبیعي زېرمو په ساتنه کې د اسلامي امارت په هلو ځلو ټینګار وکړ او ویې ویل: «په تېرو څلورو لسیزو کې زموږ د هېواد ځنګلونو ډېر زیان لیدلی دی. موږ مکلف یو چې د دې پرېکولو مخه ونیسو او د ځنګلونو د بیارغونې لپاره هلې ځلې وکړو.»
د خوست والي په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د مسؤلو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه غونډه د ځنګلونو د تنظیم رییس، د شنې قطعې قوماندان، د افغان کارت امارتي شرکت رییس او د ځنګلونو د ساتنې د کمېټې د غړو استازو په ګډون ترسره شوه، او پر دې ټینګار وشو چې د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره دې همکارۍ نوره هم پیاوړې شي.

ادامه تلاش‌ها برای حفاظت و احیای دوباره جنگلات 
۸ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان، در سفر به ولایت خوست با اعضای کمیته حفاظت از جنگلات نشست برگزار کرد. این نشست با حضور مولوی عبدالقیوم روحانی، والی خوست، در ساختمان مقام ولایت برگزار شد.
مولوی فیضان در این دیدار بر تلاش‌های امارت اسلامی برای جلوگیری از قطع جنگلات و حفاظت از منابع طبیعی تأکید کرد و گفت: «جنگلات کشور در چهار دهه گذشته آسیب‌های زیادی دیده‌اند. ما مکلف هستیم از قطع آن جلوگیری کرده و برای احیای دوباره جنگلات تلاش کنیم.»
والی خوست نیز در این نشست درباره فعالیت‌های ادارات مسئول در زمینه حفاظت از جنگلات معلومات ارائه کرد.
این نشست با حضور رئیس تنظیم جنگلات، قوماندان قطعه سبز، رئیس شرکت امارتی افغان کارت و نمایندگان ادارات عضو کمیته محافظت از جنگلات برگزار شد و بر تقویت همکاری‌ها برای حفاظت از منابع طبیعی تأکید شد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

وخت خورا تنګ دی؛ غرفې لږې دي، نو بیړه وکړئ!

 

د کرنې او مالدارۍ برخې پانګوال او متشبثین کولای شي، چې له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپل تولیدات معرفي او بازار ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د پلور د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

بازگشت